د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سیند صوبايي وزیر میر هزار خان بیجاراني او د هغه مېرمن وژل شوي


 میر هزار خان بیجاراني
میر هزار خان بیجاراني

د پاکستان د سیند صوبې يو وزير او د پاکستان پيپلز ګوند مشر غړی مير هزار خان بجاراني او د هغه مېرمن په کراچۍ کې وژل شوي دي.

د دوی دواړو مړي نن د ښار په ډيفنس سيمه کې په خپل کور کې موندل شوي دي.

د اطلاعاتو صوبايي وزير ناصر شاه نن رسنيو ته ويلي چې بجاراني او مېرمن پر سر په ګوليو ويشتل شوي وو او د دوی مړي يې د پوسټ مارټم لپاره لېږلي دي. د نوموړي په خبره له پلټنو وروسته به معلومه شي چې دوی چا او ولې وژلي دي.

مير هزار خان بجاراني د سیند صوبې د پلان او پرمختيا وزير وو. هغه له دې وړاندې هغه د پاکستان د دفاع او رېلوې وفاقي وزير پاتې شوی دی. بجاراني درې ځله د پاکستان د قامي اسمبلۍ غړی او يو ځل د پاکستان سېنېټ غړی هم پاتې شوی دی.

بلخوا د هغه مېرمن فريحه رزاق د سیند صوبايي اسمبلۍ غړې پاتې شوې وه.

د هزار خان بجاراني زوی شبير بجاراني دا وخت د پاکستان د قامي اسمبلۍ غړی دی.

XS
SM
MD
LG