د افغانستان ملي امنیت عمومي رئیس وايي، پاکستان دا ومنله چې طالبان یې په خاوره کې شته او له هغه ځایه بریدونه پلانوي.
د افغانستان د ملي امنیت عمومي رئیس او د کورنیو چارو وزیر ظاهراً د پاکستان له سفره خوښ او عملي اقداماتو ته یې په تمه دي.
دوی دواړو لوړ پوړو افغان چارواکو د پنجشنبې په ورځ یوې خبرې غونډې ته وویل چې پاکستانيو چارواکو ته یې په دغه هېواد کې د طالبانو او حقاني شبکې د موجودیت په اړه داسې اسناد ورکړي چې په هېڅ وجه انکار ترې نه شي کېدای او باید په وړاندې یې اقدام وکړي.
اوس نو توقع د بحث نه بلکې د اقدام ده
د ملي امنیت عمومي رئیس معصوم ستانکزی وايي، پاکستان د دغه سفر پرمهال له دوی سره ومنله چې طالبان یې په خاوره کې شته او ترهګر بریدونه پلانوي.
نوموړي زیاته کړه:
"غواړم په یوې کلمې کې دا مسئله خلاصه کړم چې په تېر کې انکار وه، خو دا ځل اعتراف له ځینو محدودیتونو سره مل وو، اوس نو توقع د بحث نه بلکې د اقدام ده."
د ملي امینت عمومي رئیس د ازادي راډیو د دې پوښتنې په ځواب کې چې که پاکستان بیا هم همکاري نه کوي او طالبان خپلو بریدونو ته دوام ورکوي نو د دوی نور اقدامات به څه وي وویل چې د پوځي عملیاتو ترڅنګ ځینې اقدامات شته، خو په اړه یې زیات جزئیات ورنه کړل.
د ملي امنیت عمومي رئیس او د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک په کابل او ځینو ولایتونو کې له خونړیو حملو وروسته د چارشنبې په ورځ اسلام اباد ته تللي ول.
یادې حملې چې تر ټولو خونړۍ هغه یې د تېرې شنبې په ورځ د جمهوریت روغتون ته مخامخ وشوه او ګڼو کسانو ته پکې مرګ ژوبله واوښته طالبانو یې مسؤلیت په غاړه واخیست.
د انټرکانټیننټال پر هوټل حمله چې د بهرنیانو په ګډون پکې ۲۲کسان پکې ووژل شول د افغان حکومت په خبره د حقاني شبکې کار وو.
که څه هم افغان حکومت تل په پاکستان کې د طالبانو، حقاني شبکې او ځینو نورو تروریستي ډلو د امن پټن ځایونو د موجودیت په اړه ويلي، خو دا لومړی ځل دی چې پاکستان پر دې مسئلې اعتراف کوي.
په اسلام اباد کې مرستیال افغان سفیر زردشت شمس د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې یادو دواړو لوړ پوړو افغان چارواکو په واضح توګه پاکستانیو مشرانو ته د افغان حکومت پیغام بیان کړ.
له دې ټولو سره ـ سره د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک بیا وايي، تمه ده چې د راتلونکې شنبې په ورځ هغه پاکستانی پلاوی چې کابل ته راځي د افغان حکومت د وروستیو غوښتونو په اړه وروستي معلومات له دوی سره شریک کړي.
نوموړي زیاته کړه:
"د پاکستان یو لوړ پوړی پلاوی کابل ته راځي د افغانستان حکومت له لوري یو مشخص سند چې په هغه کې یې غوښتنې مطرح شوي پاکستان ته سپارل شوی کله چې هغوی راغلل د هغه پوښتونو په اړه چې موږ مطرح کړي واضح بحث کېږي او بیا به طبعاً چې د هغې په رڼا کې اقدامات کېږي."
د کورنیو چارو وزیر همدا راز وویل چې اسلام اباد د دواړو هېوادونو ترمنځ د یوه داسې میکانیزم د رامنځته کېدو غوښتنه هم مطرح کړې چې له مخې یې په لوړه کچه د کابل او اسلام اباد ترمنځ استخباراتي معلومات شریک شي.
د پاکستان یو لوړ پوړی پلاوی کابل ته راځي
په ورته وخت کې د ملي امنیت عمومي رئیس معصوم ستانکزی وايي وضعیت په سیمه او نړۍ کې د بدلیدو په حال کې دی او ښايي پاکستان د تروریستانو پر وړاندې د جدي اقداماتو پرته بل انتخاب ونه لري.
راپور: محمد حدیث پردېس