د لاسرسي ځای

تازه خبر

روان ژمي د وزیرستانیو کډوالو ستونزې لاپسې ډېرې کړې دي


د خوست د ګلان په کېمپ کې میشت وزیرستاني کډوال وايي، چې دوی سره UNHCR او نړیوال خوراکي سازمان لخوا میاشتنۍ مرستې کمې شوي او په روان ژمي کې يې ستونزې ډېرې شوې دي.

دوی زیاتوي، ډېری کډوال په خېمو کې اوسېږي، خو د ګرمولو لپاره لرګي، کمبلې او نور ژمني توکي نه لري.

وزیرستاني کډوال د هغو کورنیو تکلیفونو هم بیانوي، چې په دا وروستیو میاشتو کې له لمنې، برمل او میرڅپره دې کېمپ ته راغلي خو بایومېټریک او راجسټرېشن يې پاته دی او هېڅ ډول مرستې ورسره نه دي شوي.

ملک شیر عزیز داوړ وايي، افغان حکومت ورسره تر وسه مرستې کړي، خو د نړیوالو لخوا ورسره مرستې کمې شوي او هغه کورنۍ چې په خیمو کې اوسیږي، له ګڼو ستونرو سره لاس او ګریوان دي.

ملک حبیب خان مده خېل بیا هغه کورنۍ ډېرې د مرستو مستحقې بولي چې په وروستیو میاشتو کې یاد کېمپ ته راکډه شوي او په هره برخه کې له ستونزو سره مخامخې دي.

د مولوي جلال الدین وزیرپه نوم د ګلان کیمپ یو بل اوسیدونکی وايي، چې کډوالو ته د خوراکي توکو مرستې لږې دي، د بایومیټریک پر وخت چې دوی سره څه ژمنه شوې وې، هغه هم ندي عملي شوي په همدې ډول ژمي کې د کمبلو او د سونګ توکو اړتیا ده، خو دوی يې نلري.

مولوي وزیر زیاته کړه، هغه خواوشا شپږ سوه د وزیرستانیو کډوالو کډې چې په وروستیو پنځو شپږو میاشتو کې د لمنې، د پکتیکا د برمل او د سپیرې ولسوالۍ د میرڅپر څخه راغلي د هغوی د بایوميټریک پروسه دې پیل شي او مرستې دې ورسره وشي.

د ګلزار سیدګي په نوم یو بل تن وزیرستانی کډوال وویل، ډیری خلک په خیمو کې پراته دي، په ژمي کې له ساړه ډېر په زحمت او ځور کې دي.

ګلزار وویل، دا څو ورځې مخکې چې باران وشو، نو د خټو د لاسه له خلکو لمونځونه او د سهار چایونه پاتې شول، ځکه په خیمو کې يې د کیناستو او دریدو ځای نه وو.

بل لوري ته د کډوالو په چارو کې حکومت مسوولین د ګلان کېمپ په ګډون د میشتو وزیرستاینو کډوالو سره د مرستو د کمیدو خبره مني او وايي چې د دې ستر لامل په دنیا کې د مهاجرتونو ډېروالی او نړیوالو بنسټونو سره د امکاناتو کمیدل دي.

د خوست د کډوالو او بېرته راستنیدونکو چارو رييس محمدهاشم حلیم وايي:

((دا چې نړیوال خوراکي سازمان باندې د تېر یو کال راهیسې په نړۍ کې د ډېرو مهاجرتونو له کبله فشار سره مخامخ دی، نو پدې لحاظ د دوی مواد هره میاشت تغیر کوي، که مواد پوره وي نو پوره ورکول کیږي او که لږ وي، نو شته مواد بیا دوی په مساویانه ډول په ټولو کډوالو باندې ویشي.))

د خوست د کډوالو چارو رييس ډاډ ورکړ، چې د فبروري میاشتې تر لسمې به په ګلان کېمپ کې د نویو راغلو کډوالو د بایو میټریک او راجسټریشن پروسه هم پیل شي:

((موږ پدې اړه د UNHCR سره غونډې نیولي دي، انشاالله د فبروي تر لسمې نیټې به یو ځل بیا د بایومیټریک یا راجسټریشن پروسه پیلیږي، دوی ټول به راجسټر کیږي او هغه نه وروسته به په منظم شکل مرستې ورسره کیږي.))

د خوست د والي ویاند مبارز محمد ځدراڼ د وزیرستاینو کډوالو ستونزو او غوښتنو ته په کتو وویل، چې په یاد ولایت کې د وزیرستانیو کډوالو د ژوندانه د ضروري اړتیاوو پوره کول او هغوی لپاره د روغتیا او پوهنې په ګډون په نورو برخو کې د لازمو اسانتیاوو برابرول د ولایتي ادارې په لومړیتوبونو کې دي.

د خوست د والي ویاند زیاتوي، ځايي ادارې د وزیرستانیو کډوالو ستونزې په منظم ډول مرکزي حکومت او پدې برخه له نړیوالو مرسته کوونکو بنسټونو سره په خپلو میاشتنیو ناستو کې شریکې کړي او هغوی نه يې د ډېرې پاملرنه غوښتنه کړې ده.

XS
SM
MD
LG