د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوستیانو د کابل وروستي مرګوني بریدونه وغندل


د خوست دیني عالمانو د خلکو د ګڼه ګوڼې پر سیمو او ملکي هدفونو باندې د وسله والو مرګوني بریدونه د اسلام دین له نظره حرام وبلل او دا يې د پردیو لخوا پر افغانانو تپل شوې سیاسي او استخباراتي جګړه وبلله.

دیني عالمانو د دوشنبې ورځې په مازدیګر د کابل د وروستۍ مرګونې پيښې د غندني او د یادې پيښې قربانیانو ته د دعا په موخه جوړې شوې غونډه کې له خلکو وغوښتل چې د دا ډول بریدونو په مخینوي کې له افغان امنیتي ځواکونو سره همکاري وکړي.

د خوست د علماوو شورا رییس مولوي شاه محمد محمدي او مولوي محمدعارف عرفان وویل، خلک باید پدې پوۍ شي، چې اوسنۍ جګړه دیني او مذهبي نده، بلکې د پردیو د ګټو په خاطر ده.

د غونډې او فاتحې په مراسمو کې یو شمېر ویناوالو په نظام کې د وسلوالو د نفوذي او بهرنیو استخباراتي کړیو پورې د تړلو کسانو شتون هم د یوې ستونزې په توګه یاد کړل.

د خوست د ولایتي شورا مرستیال قدیم افغان له حکومت غوښتنه وکړه، چې نظام دې پردیو پورې د تړلو خلکو له شتونه پاک کړي.

د خوست یو تن مدني فعال کمال الدین ځدراڼ بیا د اوسنیو امنیتي ستونزو او بریدونو یو بل لامل د حکومت په داخل کې اختلافونه وبلل او زیاته يې کړه، چې که دا کمزوري په حکومت وي، نو ممکن روان حالت دوام پیدا کړي.

ده وویل چې په افغانستان کې د قدرت د جزیرو په لیرو کولو سره سوله او امن راتللی شي.

د خوست د قومونو پیوستون شورا د ولایتي دفتر مشر سیدکریم خان خاکسار هم د اوسنیو بریدونو او نا امنیو مهم لامل په حکومت کې اختلافونه ګڼي او غوښتنه لري، چې باید لدې حالت څخه د ژغورنې لپاره په حکومت کې داخل کسان او ډلې سره یو لاس شي.

دیني عالم مفتي حبیب الرحمن خوستی وايي، خلک له رسنیو خبریږي چې امنیتي ارګانونه د یو شمیر جرمونو او ترهګریزو بریدونو په تور مظنونین نیسي، خو پایلې يې له ولس سره نه شریکېږي.

نوموړی د حکومت دنده بولي چې ولس باید د پيښو له حقایقو خبر کړي او خپلې موندنې هغوی سره شریکې کړي.

خوست والي حکم خان حبیبي هم د کابل د وروستیو پيښو غندنه وکړه او په خپلو خبرو کې يې وویل، چې په نظام کې یو شمېر داسې کسان شته چې د ویر او ماتم په شرایطو کې هم د خپل قدرت د پایښت او د خپلو شخصي ګټو د خوندي کیدو په لالچ اخته دي.

خوست والي وویل، د ملي ستونزو له منځه وړلو لپاره د قانون پلي کېدنه، د فساد پر وړاندې مبارزه، مافیايي کړیو یوې خواته کول او د ولسونو هیلو ته غوږ نیونه حتمي اړتیا ده.

افغان چارواکو ویلي د کابل ښار صدارت څلور لارې د شنبې ورځې په برید کې ۱۰۳ تنه وژل شوي او ۲۳۵ نور ټپیان شوي دي.

د راپورونو له مخې، دغه برید چې مسوولیت یې وسله والو طالبانو منلی تر ډيره قربانیان يي ملکیان دي.

XS
SM
MD
LG