د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کانګرس جرګه ګۍ: پاکستان دې د مشال خبريالانو ته د کار اجازه ورکړي


د امریکې په کانګرس کې د مطبوعاتو ازادۍ په اړه کارکوونکې جرګه ګۍ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د پاکستان کورنیوو چارو وزارت له خوا د مشال را‌‌‌‌‌‌ډيو پر تړلو ژوره اندېښنه لري.

د ريپبلیکن او ‌‌‌‌‌‌ډيموکرېټ ګوندونو شریکې دې جرګه ګۍ د جنورۍ په نهه ویشتمه وویل چې د مشال را‌‌‌‌‌‌ډيو خبریالان په یو داسې هېواد کې هر اړخيزه ځايي او نړیوال رپورټونه جوړوي چېرته چې صحافیانو نه يوازې ګواښل کېږي بلکې هغوی نیول شوي، تښتول شوي او وژل شوي دي.

د پاکستان کورنيوو چارو وزارت د جنورۍ په ۱۹مه نېټه په اسلام اباد کې د مشال راډيو دفتر وتاړه.

په کانګرس کې د دې جرګه ګۍ مشري د ډيموکرېټ ګوند ايډم شيف او د ريپبليکن ګوند سټيو شابوت په شريکه کوي.

دوی زېاته کړي چې مشال را‌‌‌‌‌‌ډيو د افغانستان سره پر پوله پرتو قبایلي سیمو کې د سخت دريځو تبلېغاتو په وړاندې بدیل معلومات ورکوي.

د دوی په خبره د مشال را‌‌‌‌‌‌ډيو بندول د سخت دریځۍ سره په مبارزه کې پر شا تګ دی او په داسې سیمه کې چې د خبریالانو لپاره ‌‌‌‌‌‌ډېره خطرناکه بلل کېږي، د بیان پر ازادۍ ګوزار دی.

د امریکې په کانګرس کې د مطبوعاتو ازادۍ په اړه کار کوونکې کمېټې زېاته کړې چې که پاکستان د سخت دریځۍ پر ضد مبارزه کې جدي وي نو باید پوه شي چې مشال را‌‌‌‌‌‌ډيو یې اتحادي ده. د کانګرس دې غړو ویلي چې د مشال را‌‌‌‌‌‌‌ډيو بندول غلط پېغام رسوي.

یادې کمېټې ویلي چې د ازادې اروپا را‌‌‌‌‌‌ډيو د بې پري مطبوعاتي کار ملاتړ کوي او ورسره پر پاکستان کړي دې غږ کې شریکه ده چې د مشال را‌‌‌‌‌‌ډيو خبریالانو او د هغوی کورنیوو د خونديتوب لپاره یې پورته کړی دی. د کانګرس دې غړو ويلي چې پاکستان دې زر تر زره د مشال را‌‌‌‌‌‌‌ډيو خبریالانو ته اجازه ورکړي چې له وېرې بغېر خپله خبریالي پر مخ بوځي.

تر دې مخکې د ازادې اروپا راډيو په خپله یو بیانیه کې اندېښنه ښودلې چې د پاکستانیو چارواکیو له لوري تېره اونۍ په اسلام اباد کې د مشال راډيو د بیور تر تړل کېدو وروسته یې اوس د راډيو کارکوونکي تر فشار لاندې راوستي دي.

د یادې راډيو عمومي مشر تامس کېنټ د جنورۍ په ۲۶مه په خپله یوه خبرپاڼه کې ویلي داسې نښې نښانې دي چې پاکستاني چارواکي د مشال راډيو کارکوونکي په زوره اړ اېستل کېږي چې د خپلې ادارې خلاف بیان ورکړي.

په همدې حال کې د بيان ازادۍ او خبريالانو خونديتوب لپاره کارکوونکو ګڼو نړيوالو ادارو هم د مشال راډيو د دفتر پر بندولو اندېښنې ښودلي وي او له پاکستانه یې غوښتي وو چې دا بندېز واپس واخلي.

XS
SM
MD
LG