د لاسرسي ځای

تازه خبر

'پنجاب کې دې پر پښتنو زده کوونکیو مقدمې ختمې کړل شي'


خوشي شوي زده کوونکي
خوشي شوي زده کوونکي

د بلوچستان وکيلانو سازمان په هڅو د جنورۍ په ۲۹مه نېټه له ۱۹۶ څخه هغه ۱۶۰ پښتانه زده کوونکي راخوشي شول چې پوليسو په پنجاب پوهنتون کې نيولي ول.

خو دوی له دې کبله وېرېږي چې د ملک دښمنۍ تورونه پرې لګول شوي دي. د دوشنبې په ورځ د زده کوونکیو يو وکيل ايډوکېټ جواد شاه مشال راډيو ته وويل پر موکلينو يې د ترهګرۍ ضد قانون لاندې ځينې لګېدلي مقدمې اخېستل شوي او پاتې هم بايد واخېستل شي.

هغه وويل: ''موږ به هايي کورټ کې درخواست کوو. که دا زده کوونکي د جرمونو ريکارډ پر ځان پسې ولري او پاک نه شي دا د دوی د مسلکي ژوند لپاره غټه مسله ده. پر دوی ځيني تورونه داسې لګول شوي چې اوس استخباراتي ادارې د دوی پوښتنه کوي. نو موږ غواړو چې دا هر څه ختم شي.''

تازه خوشي شوي بلوڅ او پښتون زده کوونکي د پنجاب پر پوليسو د تعصب تور هم پورې کوي. خو د پنجاب د لوړو زده کړو وزير، سيد رضا علي ګيلاني مشال راډيو سره خبرو کې د جنورۍ په نهه ويشتمه وويل دا الزام بې بنياده دی. د هغه په وېنا د پنجاب پوهنتون اداره به د هر زده کوونکي په اړه جلا څېړنې کوي چې کېدای شي ځينو زده کوونکي وباسي.

دی زياتوي: ''هر څوک چې قصور وار وو، هغوی چې زده کړو پر ځای دا کارونه کوي، د هغوی په اړه به د نظم ساتنې لپاره پوره عمل کېږي. سزا ورته ورکوو او له پوهنتونه يې وباسو. هغوی ته دا وېل غواړو چې د زده کوونکو داسې سلوک به په هيڅ قېمت نه زغمو.''

د جنورۍ په دوه وېشتمه، د پنجاب پوهنتون اسلامي جمعيت طلبه او پښتون – بلوڅ کونسل زده کوونکو ترمنځ شوې نښته کې د دواړو خواوو نيزدي اتلس زده کوونکي زخميان شوي وو. تر دې وروسته نيول شوو کې ځينو کسانو اوه ورځې په جېل کې تېرې کړي چې په خبره يې له نفسياتي تشدده تېر شول.

يو زده کوونکي حمېدالله د پوليسو له خوا شوي سلوک په اړه مشال راډيو ته وويل: ''زه درې شپې په جېل کې وم. دوه وارې بې هوشه شوم. لاس مې درې ځايه مات دی. زه يو عام زده کوونکی یم. نه وسله وال يم او نه مې کوم بل جرم کړی دی. زه د بلوچستان د ټوپک له کلتوره دلته راغلی وم چې له دې ځايه به يو مثبت پېغام وړم خو دوی ماسره داسې سلوک وکړ.''

په پنجاب پوهنتون کې ډېری پښتانه زده کوونکي يا خو په سکالرشپ سبق وايي او يا هم په کوټه سیسټم کې دغلته داخل دي. د پنجاب د لوړو زده کړو وزېر، سيد رضا علي ګيلاني د جنورۍ په نهه وېشتمه ناوخته، مشال راډيو ته وويل چې دوی حق لري د ځينو زده کوونکو په اړه شکونه ولري. هغه زېاتوي: ''دا زده کوونکي موږ ته د بلوچستان حکومت له لارې نه دې راغلي. دوی همداسې راغلي او موږ ورسره سرسري مرکې کړې او داخل کړې دي. دا غلطي موږ کړې ده. اوس موږ ته معلومه نه ده چې آيا د هغه تعليمي سندونه جعلي او که اصلي دي؟ آيا د کوم زده کوونکي، کومې ډلې سره اړيکې شته او کنه؟''

په ۲۰۱۷ کال کې هم په پنجاب پوهنتون کې هغه وخت نښته وشوه چې پښتنو زده کوونکو په يوه کلتوري مېله کې اتڼ کاوه او اسلامي جمعيت طلبه زده کوونکو پرې حمله وکړ. دې نښته کې د دواړو خواوو ګڼ کسان ژوبل شوي وو. د پرون راخوشي شوو پښتنو زده کوونکو يو وکيل علي احمد کاکړ مشال راډيو سره خبرو کې وويل حکومت بايد په راتلونکې کې د داسې پېښو مخنيوی وکړي.

د پنجاب په پوهنتون کې يوه اونۍ مخکې شوې جګړې وروسته داسې رپورټونه راغلل چې دغه پوهنتون بلوڅ او پښتنو زده کوونکو لپاره داخلې ودرولي دي خو د پنجاب حکومت دا رپورټو بې بنېاده بللي.

XS
SM
MD
LG