د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سېنټ ټاکنو په اړه د پاکستان د انتخاباتو کمېشن اعلان


Election commission pakistan

د پاکستان انتخاباتو کمېشن اعلان کړی چې د قامي اسمبلۍ د سېنټ ټاکنې به په مارچ مېاشت کې کېږي. دې کمېشن پر خپل ويب سايټ د جنورۍ په نهه ويشتمه خپرې کړې خبرپاڼه کې ويلي چې د فرورۍ په دوهمه به د دې انتخاباتو رسمي مهالويش اعلان شي.

د پاکستان حکمران ګوند مسلم لېګ (ن) يو سينيټر او د چاپېريال ساتنې وزير، مشاهد الله خان د دې خبرپاڼې هر کلی کړی. نوموړي د جنورۍ په نهه ويشتمه ماښام ناوخته مشال راډيو ته وويل چې د ټاکنو د کميشن دا اعلان هغه ګونګوسي له منځه وړي چې ويل کېدل، د سېنټ ټاکنې به په خپل وخت ونه شي او حکومت به ختم شي.

نوموړي زياته کړه: ((ځينو اپوزيشن ګوندونو غوښتل چې صوبايي اسمبلۍ ماتې کړي او په دې توګه د حکومت ختمولو کوښښ وکړي. دا بې ځايه خطر اوس نشته دی. د سېنټ ټاکنې به په خپل وخت کېږي او تاسي به ګورئ چې موږ يې څنګه ګټو.))

د مارچ په يوولسمه نېټه د ۵۲ سينټرانو د کار شپږ کلنه دوره پای ته رسي چې ۲۶ پکې د اپوزيشن ګوند، پيپلز پارټي دي. د مسلم لېګ (ن) له ۲۷ سينيټرانو څخه د نهو د کار موده ختمېږي. سينيټ ټول ۱۰۴ غړي لري چې له هرې صوبې ورته درويشت کسان ورځي. اته د قبايلي سيمو او څلور د اسلام اباد وي.

په سينيټ کې اکثريت د هغه ګوند وي چې په ډېرو صوبو کې يا ځانله حکومت ولري او يا هم د حکومت برخه وي.

د سياسي چارو پوه، ډاکټر محمد تقي وايي همدا وجه ده چې د پاکستان حکمران ګوند مسلم لېګ (ن) ګوند د ټاکنو کمېشن دې اعلان ته خوشاله دی.

((که يو ګوند په سېنټ کې اکثريت ولري د ډېرو قوانينو د منظورېدو مخه نيولی شي او په پارليمان کې اکثريت لرونکي حکمران ګوند ته سردردی جوړولی شي. بله مهمه خبره دا ده چې که صوبايي اسمبلۍ ماتې شوي واي او حکومت چپه کېدو ته لار برابره شوی وای نو دا به د جمهوريت ضد کار وو چې ښه عمل نه دی.))

د انتخاباتو کمېشن په خپله پرونۍ خبرپاڼه کې ويلي چې د سينيټ لپاره امېدواران يا کانديدان کولی شي دوی سره د فرورۍ له څلورمې څخه تر شپږمې پورې خپل کاغذونه جمع کړي. ياده دې وي چې په پاکستان کې عمومي انتخابات د ۲۰۱۸ کال په راتلونکې جولايي مېاشت کې کېږي.

XS
SM
MD
LG