د لاسرسي ځای

تازه خبر

انډونیزیا به له افغانستان سره د سولې او اقتصاد په ډګر کې همکاري وکړي


د انډونیزیا ولسمشر جوکو ویدودو افغانستان ته د خپل سفر پر مهال د افغان سولې شورا له استازیو سره. ۱۱/۲۲/۲۰۱۷
د انډونیزیا ولسمشر جوکو ویدودو افغانستان ته د خپل سفر پر مهال د افغان سولې شورا له استازیو سره. ۱۱/۲۲/۲۰۱۷

د انډونیزیا ولسمشسر وايي، هېواد یې چمتو دی چې له افغانستان سره د په اقتصادي، سوداګرویزو، زېربینايي چارو او نورو بېلابېلو برخو ترڅنګ د سولې په راوستو کې مرسته او همکاري وکړي.

جوکو ویدودو چې د دوشنبې په ورځ په یوه رسمي سفر کابل ته تللی، له خپل افغان سیال سره تر کتنې وروسته یوې ګډې خبري غونډې ته وویل، هېواد یې چمتو دي چې له افغانستان سره د سولې راوستلو په برخه کې مرسته وکړي:

"ولسمشر غني او ما چې سره خبرې وکړې ومو ویل چې د سولې د راوستلو ترڅنګ باید په اقتصادي برخو کې هم کار وشي، د سولې هغه فرصتونه چې اوس یې موږ لرو باید ترې استفاده وکړو، د سوداګرۍ په برخه کې هم باید همکاري وکړو، انډونیزیاچمتو ده چې له افغانستان سره په زېربینايي چارو کې او د پوهنتونونو د سکالرشیپونو په برخه کې مرسته او همکاري وکړي."

نوموړی وايي ، دوی په پام کې لري چې په افغانستان کې د انډونیزیایو اسلامي مرکز هم جوړ کړي.

ولسمشر وېدودو د دوشنبې په ورځ کابل ته راغلی ویل کېږي چې له خپل افغان سیال سربېره یې د ملي وحدت حکومت له یو شمېر نورو چارواکو سره کتلي دي.

له ۱۹۶۱ میلادي کال ورسته دا د انډونیزیالومړنی ولسمشر دی چې افغانستان ته سفر کوي.

نوموړی له دې وړاندې پاکستان ته تللی و او له خپل پاکستاني سیال ممنون حسین سره یې د کتنې پر مهال یې د افغانستان، انډونيزيا او پاکستان د ديني عالمانو د يوې ګډې کمېټې د جوړولو وړاندیز کړى و.

د پاکستان جمهوري ریاست د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د پاکستان ولسمشر ممنون حسین هم له دغه وړاندیز سره موافقه کړې او د همکارۍ ژمنه یې کړې ده.

افغان ولسمشر چې له خپل انډونیزیا يي سیال سره یې دغې ګډې خبري غونډې کې خبرې کولې وویل، تمه ده چې افغانستان وتوانیږي د انډونیزیاله تجربو او نېکو مشور او هغو ګډو اهدافو چې دعلماوو اجماع او له افراطیت سره مقابله ده استفاده وکړي.

محمد اشرف غني وویل، دا چې سوله زموږ د خلکو اساسي او حیاتي اړتیا ده، مجبوره یو چې د ولس په زور یې ترلاسه کړو:

" داچي سوله زموږ د خلکو اساسي او حیاتي اړتیا ده، موږ مجبوره یو چې دا سوله د ولس په زور ترلاسه کړو او د خپلو مظلمو خلکو وینو بدل واخلو، عدالت زموږ غوښتنه ده او موږ د دغې غوښتنې پرځای کولو ته اړ او ژمن یو."

د انډونیزیاولسمشر جوکو ویدودو خپل افغان سیال ته بلنه ورکړه چې د روان کال په اپریل میاشت کې انډونیزیاته سفر وکړي.

د افغانستان د سولې عالي شورا مخکې تر دې د افغانستان، انډونیزیااو پاکستان د علماوو د ګدې کميټې د جوړولو او د افغانستان د سولې له پروسې سره یې له همکارۍ ملاتړ کړی دی.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG