د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خوست منګل ولسونه پرمختیايي پروژې غواړي


د خوست د موسی خېلو او قلندر ولسوالیو قومي مخور وايي، چې د یادو ولسوالیو امنیت، بیارغونې او د اوسیدونکو لپاره د پوهنې او روغتیا په ګډون نورو ټولنیزو خدمتونو ته پاملرنه نه ده شوې.

دوی زیاتوي، د یادو سیمو د اوسیدونکو ژوند په سیاسي او اقتصادي ستونرو کې راګیر دی او کچیرې ورته پام ونشي نو دولت ته په سټراتيژيکي لحاظ په زیان تمامیدای شي.

موسی خېل او قلندر ولسوالۍ چې د خوست شمال لوري ته پرتې دي، د پکتیا د درېو نورو منګل میشتو ولسوالیو لجه منګل، میرزکی او جانيخېلو سره ګډه پوله لري.

د قلندر ولسوالۍ اوسیدونکی او پخوانی افسر حاجي وکیل منګل مشال راډیو ته وايي، چې په وروستیو ۱۶ کلونو کې یاده ولسوالي هېره شوې او حتا تر اوسه سړک نه لري.

دی وايي، چې د قلندر اوسېدونکیو ژوند په سیاسي او اقتصادي لحاظ په ستونزو کې راګیر دی او که ورته پاملرنه و نه شي، نو په امنیتي او سټراتيژیکي لحاظ دولت ته پر زیان تمامیږي.

د ظابط خان په نوم یو بل تنچې د قلندر ولسوالۍ د میشتې شریفې کلي اوسیدونکی وايي، چې په لاره کې يې امنیتي خطرونه دي، هلته ډاکټران او کلینکونه نشته، خوښۍ او خفګانونه يې له ګواښ سره مخامخ دي او خلک يې له ټولنیزو خدمتونو بې برخې پاتې شوې دي.

د قلندر تر څنګ د موسی خېلو د یوې بلې منګل میشتې ولسوالۍ اوسیدونکي هم د ورته ستونزو یادونه کوي.

قومي مشر توریالی منګل وايي، چې په وروستیو ۱۶ کلونو کې يې خلک له نا امنیو او بې پامیو متضرره شوي دي.

توریالی وړاندې وايي، ښوونځي يې ودانۍ نلري او دا چې غریزه سیمه ده ماشومان يې یوې بلې سیمې ته د زده کړو لپاره نشي تللی، په ځینو سیمو کې يې کلینکونه نشته او په موجودو کلینکونه هم مسلکي ډاکټران نلري.

د موسی خېلو بل تن قومي حیدرګل منګل وايي، چې دوی ته دې د روغتیا، پوهنې او بیارغونې په برخو کې کار وشي.

نوموړي وویل، د ولسوالۍ تر نیمايي يې سړک پوخ او پاتې خام دی، د پوهنې په برخه کې هم د دوی ماشومانو او ځلیمانو ته د مرکز په شان اسانتیاوې ندي برابرې شوې.

د خوست د ولایتي شورا یو تن غړی قیمت خان منګل د قومي مخورو خبرې تایدوي او وايي، چې د موسی خېلو او قلندر منګل میشتو ولسوالیو ته حکومت د پوهنې، روغتیا او بیارغونې په برخو کې پاملرنه ده کړې.

دی وايي، اوس د پخوا په پرتله د یادو ولسوالیو امنیت ډاډمن شوی او قومي مخور هم حاضر دي، چې د پروژو د پلي کیدو کې پر مهال دولت سره د امنیت په ګډون لازمه مرسته وکړی.

د ولایتي شورا یو بل تن غړی لطف الله بابکرخېل وايي، چې د یاد ولایت ټولو ولسوالیو ته د پرمختګ او امتیازاتو په برخه کې په یو نظر نه کتل کیږي او د هرې ادارې رییس، انجینران او د ولایتي شورا غړي خپلو سیمو ته کار کوي.

بلخوا د خوست مرستیال والي شیربادشاه ارګوني د نا امنیو په ګډون د بیلابیلو لاملونو پر بنسټ د ځینو سیمو وروسته پاتې والۍ تائیدوي او ډاډ ورکوي، چې په راتلونکې کې به محرومو سیمو ته ډېره پاملرنه کیږي.

د خوست د والي مرستیال وویل، قلندر ولسوالۍ ته د سړک د جوړولو پروژه په ملي تدارکاتو کې ده، همدارنګه د موسی خېلو د غلنګ پل د جوړولو لپاره هم د فنډ پیدا کولو ته هڅې روانې دي، د دې تر څنګ د پوهنې او روغتیا په برخه کې هم کوښښ کیږي، چې د یادو ولسوالیو اوسیدونکي د نورو په شان له لازمو خدمتونو برخمن شي.

ویل کیږي د خوست باک، تریزي، موسی خېل، قلندر او صبري هغه پنځه ولسوالۍ دي، چې په وروستیو ۱۶ کلونو کې د پام وړ پرمختیايي کارونه په کې ندي شوي او اوسیدونکي يې هم د ډيریو ټولنیزو خدمتونو څخه بې برخې دي، دوی ځايي اداره یادو سیمو سره د مور او میرې پر چلند تورنوي او وايي چې په ټولنیزو خدمتونو او بیارغونه کې د ولسوالیو تر منځ توازون او انډول په پام کې ندی نیول شوی.

XS
SM
MD
LG