د لاسرسي ځای

تازه خبر

علي اېډوکېټ: پنجاب کې نيول شوي ټول پښتانه زدکوونکي به راخلاص شي


په پنجاب کې د نيول شويو پښتنو زدکوونکيو يو وکيل وايي چې ۱۷ زدکوونکي يې راخوشي کړي او نور به د دوشنبې په ورځ را خلاص کړي.

د لاهور په پنجاب پوهنتون کې د جنورۍ پر ۲۲ مه د اسلامي جميعت طلبه او پښتون بلوڅ کونسل ترمنځ تر شوې نښتې وروسته په لسګونه زدکوونکي نيول شوی وو.

د بلوچستان وکيلانو سازمان د نيول شويو زدکوونکيو د قانوني مرستې لپاره دوه وکيلان استولي ول چې پکې يو هم علي احمد کاکړ اېډوکېټ دی.

علي احمد اېډوکېټ مشال راډیو ته وويل چې د قانوني کاروايي پوره کولو وروسته به ټول نيول شوي زدکوونکي د لاهور له کوټ لکپهت زندانه راخوشي کړي.

د پنجاب د ترهګرۍ ضد وزير سردار محمد ايوب د شنبې په ورځ مشال راډیو ته ويلي وو چې د نيول شويو زدکوونکيو پرضد يې د ترهګرۍ مقدمه نه ده درج کړې.

عبدالحي کاکړ له علي احمد اېډوکېټ سره مرکه کړې او په سر کې يې د راخوشي شويو زدکوونکيو په اړه تفصيل پوښتلی دی؟

په پنجاب کې نيول شوي ټول پښتانه زدکوونکي به راخلاص شي.
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:33 0:00

XS
SM
MD
LG