د لاسرسي ځای

تازه خبر

خبریالان د جعلي خبرونو مخنیوي څنګه کولای شي؟


پراګ ـ د اتوار په ورځ په لاهور کې د سپریم کورټ درې تني جرګګۍ د قصور د وژل شوې ماشومې زېنب د مقدمې اوریدنه وکړه چې پکې یې د ډاکټر شاهد مسعود د ادعاو پلټنو لپاره د یوې ګډې تحقیقاتي ډلې جوړولو امر وکړ.

مسعود، چې په یو شخصي ټیلي ويژن پروګرام کوي، په دې ورستیو کې ادعا وکړه چې په زېنب ماشومې تیري او د هغې وژنه کې تورن عمران علي ۳۷ بېنک اکانټونه لري خو د پاکستان دولتي بېنک ویلي د عمران هیڅ بېنکي حساب یې نه دی موندلی.

په دې اړه خبریال شمیم شاهد وايي پکار ده چې صحافیان هر خبر د ثبوت او حقایقو په بنیاد ورکوي.

((په اخلاقي توګه هم د خبریال دا فرض دي چې خبر یې متوازن وي، ریښتیا وي، شخصي تعصب پکې نه وي او بې ځایه دا مخالفت نه کوي. خو له بده مرغه په دې فیلډ کې هم غېر پیشه ورانه خلک راغلي او چې څه یې زړه غواړي هغه وايي. چې د پیپلز ګوند حکومت وو نو دې ډول خبریالانو به سبا بیګا خلک ګمراه کول چې اوس ختمیږي او اوس ختمیږي او بیا یې له مسلم لیګ نواز حکومت خلاف هم دغه پروپیګنډې شورو کړې.))

له بده مرغه په دې فیلډ کې هم غېر پیشه ورانه خلک راغلي او چې څه یې زړه غواړي هغه وايي.
خبریال شمیم شاهد

دا چې صحافیان د خپل کار په لړ کې څه قاعدې او ضابطې لري که څنګه؟ او په هغې څنګه عمل یقیني کیدلی شي؟ په دې اړه خبریال حامد میر مشال ریډیو ته وویل

((په پاکستان کې چې څومره د صحافیانو اتحادیې دي، هغوي خپلې خپلې قاعدې او ضابطې لري، د دې نه علاوه سپریم کورټ هم ځینې قواعد او ضوابط جوړ کړي چې پکار ده صحافیان د هغې خیال وساتي. خو په صحافیانو کې ځینې غېر مسلکي خلک شامل شوي چې ځان د هیڅ ډول قاعدو او ضابطو پابند نه ګڼي.))

حامد میر زیاته کړه، هغه خلک د صحافت نوم بدناموي کوم چې مسلکي صحافیان نه دي. هغه صحافیان چې د صحافت د بنیادي اصولو خیال نه ساتي د هغوی خلاف د صحافیانو اتحادیې څه ګامونه ولې نه پورته کوي؟ خبریال محمد مالک په دې اړه وویل:

((د خبریالانو اتحادیې ویشل شوي دي نو هغوی د قاعدو او ضابطو عملي کولو کې موثر کردار نشي ترسره کولی. په دې لړ کې د رسنیو د څار حکومتي ادارې پیمرا ته خپل کردار لوبول پکار دي. دا راز د ټیلي ویژن مالکانو ته هم پکار ده چې د خپلو خپرونو لپاره ایډیټوریل بورډ جوړ کړي. خو له دې هر څه مهمه دا ده چې اوریدونکي د رشتیاو او درغو فرق وکړي او د دروغجنو پروګرامونو اوریدل پریږدي که نه وي نو دا سلسله به روانه وي.))

په صحافیانو کې ځینې غېر مسلکي خلک شامل شوي چې ځان د هیڅ ډول قاعدو او ضابطو پابند نه ګڼي.
خبریال حامدمیر

د اتوار د ورځې په اوریدنه کې د سپریم کورټ چیف جسټس میا ثاقب نثار ډاکټر شاهد مسعود ته وویل چې ستا خبر په ماشومانو د تیري او وژنو د مقدمې تحقیقات پر بل اړخ بیولی شي نو که دروغ ثابت شي، په نتیجه کې یې ته هم له سزا سره مخ کیدی شې.

په دې اړه مو هڅه وکړه چې د ډاکټر شاهد مسعود نظر هم راواخلو خو بریالي نه شو.

  • انځور سایز

    منور شاه

    منور شاه  له ۲۰۱۰ز کال راهيسې د مشال رېډیو همکار دی. هغه د تعلیم په هکله د اوونيزې خپرونې "روښانه مستقبل" کوربه هم پاتې شوی دی او پر بېلابېلو سیاسي، امنیتي او ټولنیزو موضوعاتو راډیويي، لیکلي او ویډیويي راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG