د لاسرسي ځای

تازه خبر

ګلالۍ اسماعیل وايي پر ګواښونو سربیره به هم خپلو هلو ځلو ته دوام ورکړي


ګلالۍ اسماعیل
ګلالۍ اسماعیل

پراګ ـ د ښځو د حقونو لپاره کارکوونکې ګلالۍ اسماعیل وايي د ګواښونو سربیره به هم خپلو هلو ځلو ته دوام ورکړي.

نوموړې د اتوار په ورځ له مشال ریډیو سره په خبرو کې وویل هغه تن چې په دې یې د مذهب د سپکاوي تور پورې کړی وو، د خالي په ورځ عدالت په ضمانت خوشي کړی دی.

د تیر کال نومبر میاشت کې یو ۲۳ کلن ځوان د ټولنیزو رسنیو فېس بک د لارې یوه ویډیو خپره کړه چې پکې د ګلالۍ اسماعیل خلاف د تشدد پارولو هڅه شوې وه. نوموړې په دې هکله وویل:

((چې کله د مشال خان څلویښتي وه نو مونږ ښځو په مردان کې د مذهب په نوم د هغه د وژنې پر ضد مظاهره وکړه. له هغې وروسته زما خلاف په ټولنیزو رسنیو کمپاین پیل کړل شو. بیا د حمزه خان په نوم یو تن د دولسو منټو ویډیو په فېس بک خپره کړه او په هغې کې یې په ما تور ولګاوه چې دې د مذهب سپکاوی کړی او مونږ ته پکار دي چې دا ختمه کړو.))

ګلالۍ اسماعیل وايي د حمزه خان خلاف د رپورټ درج کولو او قانوني ګامونو پورته کیدلو وروسته د هغه ملګرو د دې پر ضد کمپاین لا نور تیز کړو.

((ما د پاکستان وفاقي تحقیقاتي ادارې ایف ای اې ته دا مسئله رپورټ کړه او هغوی چې دا ویډیو وکتله نو سم د لاسه یې له فېس بک نه لرې کړه او د حمزه خان خلاف د اقداماتو فېصله یې وکړه. دا راز ما په پیښور کې له پولیسو سره هم رپورټ درج کړی وو چې په اساس یې دغه تن ونیول شو. خو د هغې وروسته د حمزه خان ملګریو زما خلاف کمپاین لا نور سېوا کړو او د پیښور پریس کلب مخې ته یې مظاهره وکړه چې پکې یې په ما د پښتونولۍ، اسلام او پاکستان پر ضد کار کولو تور ولګاوه. د دې لوجې په ټولنیزو رسنیو ما ته خلکو د مرګ ګواښونه هم وکړل.))

نوموړې هم دا راز وویل که څه هم ژوند یې له خطر سره مخ دی خو د نفرت خورونکو له ویرې خپلې هلې ځلې نه پریږدي او د دوی څیرې به خلکو ته ښکاره کوي:

((د ژوندد بایللو ویره خو یو فطري خبره ده، زه هم ویریدلم ځکه چې له هرې خوا راته د مرګ دهړکې کیږي خو بیا ما سوچ اوکړو چې اخر تر کومې؟ په دې وطن کې اکثر خلک له ویرې غلي شي چې هسې نه څوک یې د مذهب د سپکاوي په تور و نه وژني. بیا ځینې خلک په وطن پریښودلو مجبوره شي. خو زه وایم چې په دې وطن کې داسې یو مثال جوړول پکار دي چې د دروغو په تورونو د نفرت خورونکو خلاف کاروايي وشي. او دې لپاره زما ویره ختمه شوه.))

ګلالۍ اسماعیل وايي د پښتونولۍ،اسلام او پاکستان خلاف یې هیڅ خبره نه ده کړې او د حمزه خان پر ضد به مقدمه تر اخری فېصلې رسوي چې دا راز د مذهب په نوم څوک بیا د تشدد رامنځ ته کولو هڅې نه کوي.

  • انځور سایز

    منور شاه

    منور شاه  له ۲۰۱۰ز کال راهيسې د مشال رېډیو همکار دی. هغه د تعلیم په هکله اوونيزه خپرونه روښانه مستقبل هم وړاندې کوي.  

XS
SM
MD
LG