د لاسرسي ځای

تازه خبر

نوازشریف: د ۲۰۱۸ کال انتخابات به ریفرنډم ثابتیږي


د پاکستان پخوانی وزیراعظم نوازشریف
د پاکستان پخوانی وزیراعظم نوازشریف

د پاکستان پخوانی وزيراعظم نواز شريف وايي د ۲۰۱۸ م کال انتخابات به د نوي پاکستان لپاره ريفرنډم ثابتيږي.

د خالي پر ورځ د پنجاب په جړانواله کې جلسې ته په وينا کې نواز شريف تور پورې کړ چې د خيبر پښتونخوا حکومتي ګوند تحريک انصاف د دې صوبې خلکو ته له جلسو جلوسونو پرته هيڅ ورنکړل:

((موږ بجلي راوسته، ترهګري مو ختمه کړه، بې روزګاري هم په ختميدو ده او ملک د پرمختګ پر لور روان و. دا څوک چې غټې غټې خبرې کوي او د نوي پاکستان جوړولو خبرې کوي نو له هغو لږه پوښتنه وکړئ چې هغوی د دې ملک لپاره څه وکړل؟ لاړ شئ، د خيبر پښتونخوا خلکو نه تپوس وکړئ چې دوی ستاسو لپاره څه وکړل؟))

تحريک انصاف حکومت د نواز شريف د دې وروستيو څرګندونو په اړه څه نه دي ويلي خو په تير وختونو کې يې داقسمه تورونه رد کړي دي.

شریف جلسې ته په وينا کې وويل، په دې ملک کې يو منتخب وزيراعظم پر زوره له خپلې څوکۍ لرې کولو روايت بايد ختم شي. نوموړي وويل،دا يوازې د ولس اختيار دی چې وزيراعظم وټاکي يا يې لرې کړي.

((ته څنګه نواز شريف پر دې لرې کوې چې له خپل زوی يې تنخا اخېستې او هغه هم خيالي تنخا. تاسو داسې پاکستان غواړئ چېرته چې د ولس د ووټ هيڅ ارزښت نه وي. چيرته چې يو منتخب وزيراعظم ته انصاف نه ورکول کيږي. چيرته چې يو وزيراعظم لومړی له کاره لرې كړل شي او بيا يې پرضد مقدمه چلول کيږي. ايا تاسو د نواز شريف نا اهلي منئ؟))

نواز شريف يو ځل بيا وويل چې پر ده د درغليوو مقدمه سمه نه وه او عدلیې هغه پر داسې مهال له چوکۍ لرې کړ چې خلکو ته يې خدمت کاوه.

د ۲۰۱۷ کال د جولای پر ۲۸مه، سپريم کورټ نوازشريف د شتمنيو نه ښودلو په تور د وزيراعظم د څوکۍ لپاره نا اهله وګرځاوه او د احتساب ادارې (نېب) ته يې امر وکړ چې د دوی پر ضد د درغلۍ مقدمې بيا خلاصې کړي. د سېپټېمبر پر اتمه نېب د نواز شریف او د هغې د کورنۍ پرضد په احتساب عدالت کې درې درخواستونه جمع کړل خو د نوموړي کورنۍ وايي دا ټول سياسي سازش دی.

XS
SM
MD
LG