د پېښور يو ځايي عدالت د يو شخصي سکول پرنسپل له ماشومانو او زنانو سره د جنسي زیاتي او لوڅو ویډیو ګانو جوړولو له وجې رسمي تورن پېژندلی دی.
جج د روان کال د فبرورۍ په درېیمه نېټه د دغه مقدمې نور ګواهان بللي دي. د پېښور د دغه شخصي سکول مالک او پرنسپل تېرکال د جولای میاشتې په ۱۴مه نېټه د پولیسو لخوا نیول شوی و.
په دغه قضیه کې د پرنسپل لخوا د ضمانت خواستونه د پېښور ځايي عدالتونو او های کورټ له وړاندې نه رد کړي دي. په دغه پرنسپل د سکول یو طالبعلم شکایت کړی وو چې د سکول ماشومان په جنسي توګه زوروي او بیا په پټو کېمرو د دوی ویډیو ګانې هم جوړوي.
د ميرمنو او ماشومانو د حقونو لپاره مبارزه کونکي وايي، د پيښور په يو شخصي سکول کې له ماشومانو او مېرمنو سره د شوي مشکوکه جنسي زورونې په کيس کې که نور له ځنډه کار واخېستل شو نو په احتجاج به لاس پورې کړي.
د عورت فاونډېيشن خيبر پښتونخوا څانګې مشرې شبينه اياز د اتوار په ورځ مشال راډيو ته وويل چې په دغه پېښه کې تورن کس تېرکال په جولای مياشت کې د حيات اباد پوليسو نيولی خو تر اوسه ورته سزا نه ده ورکړل شوې.
خو د پاکستان ډان ورځپاڼه لیکي، د پېښور يو ځايي عدالت د خالي پر ورځ د یاد سکول پرنسپل رسما تورن پېژندلی دی. خو د ورځپاڼې په خبره د سکول پرنسپل د دغه تورونه رد کړي دي.
په پيښور کې
دا مسئله تر اوسه ځکه پټه پاتې شوې چې کورنۍ خپله پېژندګلوي نه ښکاره کول غواړي.د ميرمنو او ماشومانو د حقونو لپاره مبارزه کونکي پلوشه عباس
بيا وايي ياده مسئله تر دې دمه ځکه غلې پاتې شوه چې د جنسي تيريو ښکار شویو ماشومانو او مېرمنو کورنۍ نه غواړي چې پېژندګلوي یې ښکاره شي.
ضروري ده چې په خلکو کې د داقسمه پېښو څخه د بچ کیدو لپاره پوهاوی پیدا کړل شی.د ماشومانو د حقونو لپاره کارکونکی ارشد محمود
د خيبر پښتونخوا د مېرمنو د حقونو لپاره کارکونکې حکومتي څانګه بیا وايي دوی به ډېر زر د دې مسئلې حل را وباسي.
بلخوا په پېښور کې د ماشومانو د حقونو لپاره مبارزه کونکی ارشد محمود وايي يوازې په سزا ورکولو د دا قسمه جنسي تيريو مخه نشي نيول کېدای . نوموړی وايي بايد چې په خلکو کې د داقسمه پېښو څخه د بچ کیدو لپاره پوهاوی پیدا کړل شی.
دا په داسې حال کې ده چې د جمعې په ورځ د پاکستان سپريم کورټ چيف جسټس ثاقب نثار د مردان په څلور کلنې ماشومې عاصمې د شوي جنسي تېري او د هغې د وژنې له خپلې غاړې نوټس واخيستو.
تر دې څو ورځې مخکې د پنجاب په قصور ښار کې هم يوه اوه کلنه ماشومه زينب تر جنسي تيري وروسته وژل شوې وه. سپريم کورټ د هغې پېښې هم له خپلې غاړې نوټس اخیستی و او وروسته پوليسو د عمران علي په نوم يو کس په دې تور نیولی هم و چې اوس مهال ترې پوښتنې ګروېږنې روانې دي.