د لاسرسي ځای

تازه خبر

رضا رباني: د نيو ل شويو پښتنو زدکونکيو ستونزه دې ژر حل شي


په پنجاب صوبه کې د نيول شويو پښتنو او بلوڅو زدکوونکيو په اړه د پاکستان په سېنېټ کې بحث شوی او د سېنېټ مشر پر حکومت او اپوزيشن ددې ستونزې د حلولو ږغ کړی دی.

پوليسو د جنورۍ پر ۲۲ مه په پنجاب پوهنتون کې د اسلامي جميعت طلبه او پښتون بلوڅ کونسل ترمنځ د شوې نښتې وروسته په لسګونو زدکوونکي نيولي وو چې لاهم په زندان کې دي.

د جمعې په ورځ د سېنېټ په غونډه کې پښتونخوا ملي عوامي ګوند، نېشنل پارټۍ او د پاکستان تحريک انصاف غړيو د پښتون بلوڅ زدکوونکيو د نيولو موضوع راپورته کړه.

دوی په خپله وينا ګانو کې د زدکوونکيو نيول وغندل او غوښتنه يې وکړه چې بايد دغه زدکوونکي ژر تر ژر خوشي کړل شي.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند سېنېټر عثمان کاکړ په خپله وينا کې وويل چې له تېرو څو کلونو راهيسې په پنجاب پوهنتون کې پښتانه زدکوونکي ځورول کېږي.

نوموړي د جمعې په ماښام مشال راډیو ته وويل چې د دوی تر ويناګانو وروسته د سېنېټ مشر ميا رضا رباني پر اپوزيشن او حکومت ږغ وکړ چې دا مسيله ژر تر ژره حل کړي.

دده په وينا رضا رباني د اپوزېشن مشر اعتزاز احسن او د واکمن مسلم ليګ(ن) پالېماني مشر راجه ظفرالحق ته وويل چې ددې ستونزې حل را وباسي.

د کورنيو چارو وزير احسن اقبال وايي چې په دې اړه يې له پنجاب حکومت سره تماس نيولی او ډاډ یې ورکړ چې دا ستونزه به ژر حل شي.

پر دې موقع په سېنېټ کې له پېپلزګوند سره تړاو لرونکي د اپوزیشن مشر اعتزاز حسن دا تاثر رد کړ چې په پنجاب کې له پښتون او بلوڅ زدکوونکيو سره پر توکميځه اساس تعصب کېږي.

په غونډه کې د پاکستان دا داخله چارو وزير احسن اقبال هم وو.

نوموړي وويل چې په دې اړه يې له پنجاب حکومت سره تماس نيولی او ډاډ یې ورکړ چې دا ستونزه به ژر حل شي.

مشال راډيو په دې اړه د پنجاب قانون وزير رانا ثناوالله، د ترهګرۍ ضد چارو وزير سردار محمد ايوب خان غادي او د اقليتونو او بشري حقونو وزير خليل طاهر ساندهو سره د تماس نيولو هڅه وکړه خو کاميابه نه شوه.

پښتون بلوڅ کونسل ادعا کوي چې شاوخوا ۱۹۰ پښتانه او بلوڅ زدکوونکي نيول شوي خو اسلامي جميعت طلبه بيا وايی چې د دوی هم تر ۸۰ زیات ملګري په زندان کې دي.

د اسلامي جميت طلبه او پښتون بلوڅ کونسل ترمنځ دا نښته د نويو زدکوونکيو د هرکلي لپاره د سټال لګولو پر سر وشوه.

خو په دې اړه دواړه غاړې مختلفې ادعا کوي.

اسلامي جميعت طلبه تور لګوي چې لومړۍ بريد پر دوی شوې خو پښتون بلوڅ کونسل بيا ادعاکوي چې اسلامي جميعت طلبه پردوی تشدد کړی دی.

پښتون بلوڅ کونسل ادعا کوي چې د شاوخوا ۱۹۰ پښتانه او بلوڅ زدکوونکي نيول شوي او په کوټ لکپهت جيل کې بنديان دي خو اسلامي جميعت طلبه بيا وايی چې د دوی هم تر اتيا زيات ملګري نيول شوي دي.

خو د پنجاب پوليسو د نيول شويو د کره شمېرې په اړه څه نه دي ويلي.

تېرکال هم اسلامي جمېعت طلبه د پښتنو پر يوه کلتوري پروګرام برېد کړی وو چې پکې په لسګونه زدکوونکي ټپیان شوي وو چې پرضد يې د پاکستان په مختلفه ښارونو کې د پښتنو سازمانونو مظاهرې کړې وې او په غبرګون کې يې د پښتنو کلتوري ورځ ولمانځله.

XS
SM
MD
LG