د لاسرسي ځای

تازه خبر

دیني عالمان: ځانوژونکي بريدونه ناروا دي


په ننګرهار کې دیني عالمانو د چارشنبې په ورځ د ماشومانو د خوندیتوب په اداره ډله ییز وسله وال برید وغانده او عاملین يې د اسلام له دایرې وتلي وګڼل.

د پنجشنبې په ورځ د ننګرهار دیني عالمانو د رسنیو په دفتر کې په يوه مطبوعاتي ناسته کې د چارشنبې په ورځ په جلال اباد کې د ماشومانو د خوندیتوب په اداره وسله وال برید په سختو ټکو کې وغانده او عاملین يې د اسلام له دایرې خارج وګڼل.

د ننګرهار د حج، ارشاد او اوقافو رييس عبدالظاهر حقانې د ماشومانو د خونديتوب په اداره بريد د سیمې د استخباراتي کړيو کار وباله او له دیني عالمانو او ولسونو يې وغوښتل چې په ګډه يې دغه شان دسیسي شنډې کړي:

(( د وطن دښمنان دا هم نه شي زغملای چې زموږ وطن کې مرستې وشي. ماشومانو سره مرستې وشي، هغه موسسې چې د ماشومانو لپاره کار کوي، هغه تقویه شي او له هغه نه ساتنه وشي. زموږ په دیني عالمانو، ولسونو او ټول افغانستان باندې غږ دا دی چې د دغسې وحشي انسانانو او د نړۍ او سيمې د استخباراتو دسیسې باید په شريکه شنډې کړو. له ماشومانو سره محبت د اسلام له ارزښتونو څخه يو ارزښت دی.))

دی وړاندې وايي چې په هر ځای کې چې برناحقه انسان وژل کېږي، په اسلام کې ناروا عمل ګڼل کېږي:

(( موږ د افغانستان دیني عالمان دا وایو، د مسلمانو وژنه، انتحار او انفجار دا ټول حرام دي. په پاکستان کې چې انفجار او انتحار کيږي، موږ يې ناروا ګڼو. خو په دې باندې افسوس کوو چې په افغانستان کې انتحار او انفجار ته شهادت ویل کېږي، دلته چې ما وژنې جهاد ورته ویل کېږي. دا له دین سره خیانت نه دی؟))

​د ننګرهار د دیني عالمانو د شورا يو تن غړی مولوی نثار احمد وايي چې افغان ماشومان هم حق لري چې زده کړې وکړي او له نړیوالو مرستو برخمن شي:

(( که دا اوسنۍ پېښه ده او که مخکې شوې دي، موږ د دې ټولو مزمت کوو، په دولتي ادارو کې او په دې موسساتو کې زموږ د ولسونو بچې کار کوي، دښمن نه غواړي چې په افغانستان کې دې ښه معارف وي، هغه نړیوالۍ ادارې چې په افغانستان کې د ماشومانو لپاره کار کوي، هغوی ته قلم ورکوي، هغوی ته کتابچې ورکوي، زموږ ګاونډیان نه غواړي چې دوی په پښو ودرېږي.))

د ذکر وړ ده چې په جلال اباد کې د ماشومانو د خوندیتوب په ادارې برید چې داعش وسله والو يې مسوولیت منلی و، پر پينځو بریدګرو سربېره د دوه سرتېرو په ګډون په کې پينځه تنه وژل شوي وو او تر پينځه ويشت تنو پورې په کې ټپیان شوي هم وو.

XS
SM
MD
LG