د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خوست امنیتي مسوولین وايي، چې په یاد ولایت کې د نشه يي توکو پر وړاندې د پولیسو مبارزې ښه نتیجه ورکړې او تر ډېره په ښار او ولسوالیو کې د نشه يي موادو د پېر او پلور مخه نیول شوې ده.

د پنجشنبې ورځې ناوخته خوست امنیه قوماندان مل پاسوال محمدداود امین رسنیو سره د پولیسو د دې اونۍ د لاسته راوړنو د شریکولو په ځای کې وویل، چې په یاد ولایت کې د نشه يي موادو پر وړاندې مبارزه نمایش نه دی، بلکې دوی په کلکه هوډ لري، چې په درېیو میاشتو کې د یادې پدیدې مخه ونیسي.

محمدداود امین پدې برخه کې د خلکو د مرستې یادونه وکړه او وايي، چې د افغان ځواکونو د ګډ ګارنیزیون له ایجاد راوروسته خلکو په مرکز او ولسوالیو کې د وسلو ګرځول بند کړي دي.

د خوست امنیه قوماندان زیاته کړه، چې د پولیسو د وروستیو فعالیتونو څخه قومي مخورو او نورو ټولنیزو بنسټونو هم ملاتړ کړی او دوی يې په معنوي ډالیو تقدیر کړي دي.

بلخوا په همدې ورځ یو شمېر ورزشکاران او ځوانان هم امنیه قوماندانۍ ته ورغلي ول او پولیس او قوماندان يې پدې تقدیر کړل، چې په ښار او ولسوالیو کې يې په لنډ وخت کې نشه يي توکي ورک کړي دي.

د خوست یو تن ورزشکار عزیز ملنګ وویل، دوی ویني چې نشه يي توکي په ښار کې څه چې، ظاهراً په ولسوالیو کې هم ورک شوي دي.

ده زیاته کړه، یو معتاد ورته وویل چې د یو سګرټ لپاره هم چرس نشي پیدا کولای.

عزیز ملنګ وویل، په ښار کې د تورو ښيښو لرونګو ګاډو او وسلو د ګرځولو مخینوی شوی، چې دا ټول اقدامات د ځوانانو او ورزشکارانو لخوا د ستاینې وړ دي.

د پروګرام په پای کې خوست امنیه قوماندان د پولیسو د یوې اونۍ لاسته راوړنې د پولیسو سره شریکې کړې.

نوموړي وویل، پولیسو یو عراده تښتول شوی موټر همدارنګه د قتل، اختطاف، موټر تښتونې او نورو جنايي جرمونو په تور لس تنه مظنونین نیولي اوهمدارنګه یوه اندازه نشه يي توکي، چاودیدونکي مواد او ماینونه هم د پولیسو لاسته ورغلي دي.

((۳۵۰ دانې غیر راجسټر سیم کارتونه نیول شوي، یو کس د نشه يي موادو د کار وبار په تور نیول شوی، همدارنګه یوه اندازه د شیشه،تریاکو او هیروینو په نوم پوډر لاسته راغلي او یوه اندزه الکولي مشروبات او پنځه تنه په نشو روږدي کسان نیول شوي دي.

یو نفر د قتل په تور، یو نفر د غلا په تور، دوه تنه د جیب وهنې په تور، څلور تنه د یو موټر د تښتولو په تور مظنونین دي، یوه انداره وسلې او لس کړۍ ماینونه شنډ شوي، یو نفر اختطاف کوونکی هم شته، چې په روغتون کې د یو ماشوم د تښتونې په جرم لاس په لاس نیول شوی دی.))

خوست امنیه قوماندان وویل، په مرکز او ولسوالیو کې خلکو د وسلو ګرځول بند کړي دي او پدې سره امنیت نور هم ډاډمن شوی دی.

ستاسې نظر

تبصرې ښکاره کړئ

د مشال ویډیوګانې، انځورونه

انځورونه، ویډیوګانې

بنو: د مورنیو ژبو نړیوالې ورځې په مناسبت لاریون شوی
تم شئ

No media source currently available

0:00 0:01:33 0:00
تفصیل...
XS
SM
MD
LG