د لاسرسي ځای

تازه خبر

حبیبي: خوست ته له پاکستانه د چرګانو واردیدل په زیان دي


د خوست چارواکو له امنیتي ارګانونو وغوښتل، چې له پاکستان څخه یاد ولایت ته د چرګانود واردولو مخه ونیسي.

د چارشنبې په ورځ خوست والي حکم خان حبیبي د چرګانو د فارم لرونکو په یوه غونډه کې وویل، چې خوست ته د پاکستان څخه د چرګانو واردیدل د دې ولایت د مارکیټ اوپانګوالو په زیان دي.

خوست والي زیاته کړه، یاد ولایت د نورو سیمو چرګانو ته اړتیا نلري او پدې برخه کې ځان بسیاینې ته نږدې شوی دی.

ده هیله څرګنده کړه، چې په نږدې راتلونکې کې به د خوست چرګان په منظم ډول نورو بازارونو ته هم ولیږل شي:

((تر اوسه زموږ د ګاونډي هېواد پاکستان نه غوښین چرګان واردیږی، چې دا زموږ مارکیټ او پانګوالو ته صدمه ده، نو بناءً زه په ټولو امنیتي او زیربطو دولتي ادارو غږ کوم چې نور دا ډول چرګانو ته په خوست کې اړتیا نشته، خوست نه یوازې د تخمي او د غوښینو چرګانو د تولید له نظره تقریباً پر خپل ځان بسیا ده، بلکې باور لرم چې نورو ولایتونو ته به هم موږ خپل تولیدات ولیږو.))

خوست والي زیاته کړه، د چرګانو فارم لرونکي دې د پاکستانیو چرګانو د بندولو لپاره ژر تر ژره عرض پاڼه وروسپاري، تر څو ولایت مقام په رسمي ډول سرحدي ځواکونو ته د هغې د مخنیوي امر ورکړي.

په خوست کې د چرګانو فارم لرونکو د چرګانو د چټک توزیع له شرکت سره قراداد وکړ، چې د وزن په حساب به په نقدو له فارم لرونکو چرګان اخلي او وروسته به يې مارکیټ ته وړاندې کوي.

د یاد شرکت مشر نصیرالله حساس وویل، چې د بهره واریدونکو چرګانو د خوست فارم لرونکو ته دوه نقصانونه لرل، یو يې مارکيټ ورڅخه اشغالوه او دویم هم فارم لرونکي د چرګانو د مرضونو له ليږد څخه په انديښنه کې ول.

د خوست یو تن فارم لرونکي وویل، چې پخوا د دوی مهمه ستونزه په نقدو د چرګانو د خرڅولو وه، خو کچیرې دا شرکت بریالی شي او دوی ته په اول کې د چرګوړو پیسې ورکړي، نو کار وبار به يې ښه وده وکړي.

د خوست د کرنې او مالداری د برخې مسوولین وايي، چې دا مهال په یاد ولایت کې پنځه سوه د غوښینو چرګانو منځني او کوچني فارمونه موجود دي، چې د ۷۵۰ زره په حدودو کې چرګان تولیدوي او بازار ته يې عرضه کوي.

په یادو فارمونو خواوشا یو میلیارد افغانۍ پانګونه شوې ده، چې دا د افغانستان په داخلي تولیداتو په ځانګړي ډول د غوښینو او تخمي چرګانو د صنعت په پیاوړتیا کې اساسي رول لري.

XS
SM
MD
LG