د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بشري حقونو او قانون په عملدارۍ کې د ټولنيزو رسنيو رول


په پاکستان کې پر ټولنيزه رسنيو باندې د سياسي او بشري حقونو مبارزينو فعاليتونه ورځ تر بلې پراخېږي.

سياسي او ټولنيز فعالان فېسبوک او ټويټر د خپلو هدفونو لپاره استعمالوي.

کله چې پروسږ کال د اپريل په مياشت کې د عبدالولي خان پوهنتون زده کوونکی مشال خان و وژل شو نو د هغه کورنۍ ته د انصاف ورکولو لپاره پر فېسبوک او ټويټر يو کمپاين پيل شو.

هم دغسې يو مهم د پنجاب په قصور ښار کې له ماشومې نجلي زېنب سره د جنسي تېري او دا شان د پوليسو له خوا په کراچۍ کې د نقيب الله مسود د وژنې په اړه وچلېدلی.

خو د دې بل اړخ هم شته چې هم دغه رسنۍ د تشدد پارولو او کرکې خورولو لپاره هم کارول کېږي.

د مشال تر رڼا لاندې بحث کې د بشري حقونو او قانون واکمني پر ځای کولو کې د ټولنيزو رسنيو رول څېړل شوی دی.

د ښځو حقونو مبارزه ګلالۍ اسماعيل، د عبدالولي پوهنتون د صحافت څانګې پخوانی استاد ضياوالله همدرد، د فاټا ځوانانو جرګې يو مشر نظام الدين خان او د پاکستان بشري حقونو سازمان هيومن راېټس کمېشن مرستيال مشر کامران عارف د بحث ميلمانه دي.

د بشري حقونو او قانون واکمني کې د ټولنيزو رسنيو رول
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:27:02 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

XS
SM
MD
LG