د لاسرسي ځای

تازه خبر

د حافظ سعید پر خیریه ادارو بندیز ته ژمن یو


د پاکستان وزيراعظم شاهد خاقان عباسي تېره ورځ له رويټرز خبري اژانس سره په مرکه کې د حافظ سعيد په مشرۍ پر جماعت الدعوه او فلاح انسانيت فاونډېشن باندې د بنديز عمل ته د ژمنتيا هوډ څرګند کړ.

د پاکستان وزير اعظم زياته کړه چې حکومت يې د هغه ادارو په خپلو لاسو کې د کنټرول اخېستو پلان لري چې امريکا ترهګرې ګرځولي: ''حکومت به هغه خيريه ادارې په خپل کنټرول کې واخلي چې پرې بنديزونه دي او د کار کولو اجازه نه لري. لکه څنګه چې ما وويل چې دا يو روان عمل دی او زه غواړم چې دا ووايم چې د عملي کېدو په رفتار کې کېدې شي کمی او زياتی وي خو موږ د بنديزونو روح ته ژمن يو.''

دا په داسې حال کې ده چې رويټرز خبري اژانس وايي چې د امريکا او نړيوالو لخوا د فشار له کبله پاکستان وروستۍ مياشت يو پلان چمتو کړی چې له مخې يې د هغو خيريه ادارو کنټرول د حکومت لخوا په خپلو لاسو کې اخېستل دي چې له حافظ سعيد سره تړاو لري. واشنګټن حافظ سعيد په ۲۰۰۸ ز کال کې په ممبۍ کې په ترهګريزه بريدونو تورنوي. په هغو بريدونو کې ۱۶۶ کسان وژل شوي وو. خو حافظ سعيد په وار وار دغه تورونه رد کړي دي.

امريکا جماعت دعوا او فلاح انسانيت خيريه ادارې د لشکرې طيبه ترهګريزه مخونه بللي.

د پاکستان وزيراعظم پرون رويټرز خبري اژانس سره په خبرو کې زياته کړه چې له پاکستان سره د امريکا مرستې ځنډول به د ترهګرۍ ضد جنګ ته تاوان ورسوي. ''موږ دلته کې په ازادنه توګه د امريکا د لوجسټکي عملياتو اجازه ورکړې چې دارنګ د ترهګرۍ ضد جنګ وکړي.نن، که پر موږ بنديزونه لګېږي او د ترهګرۍ ضد جګړې د ملاتړ فنډونه موږ ته نه راکړل کېږي يا زموږ پوځي صلاحيتونه کمزوري کېږي نو له دې سره به يوازې زموږ د ترهګرۍ ضد جنګي صلاحيت کمزوري شي. زما په خيال امريکا بايد دا ومني. او هغه ترهګر چې پرضد يې موږ جنګ نه کوو، امريکا لره به يې پرضد جنګ کول وي.''

دا په داسې حال کې ده چې د امريکا حکومت څو ورځې مخکې وويل چې ، د وسله والو ضد د پاکستان تر ((پرېکنده اقداماتو)) کولو پورې اسلام اباد ته پوځي مرستې ځنډوي.

XS
SM
MD
LG