د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پکتیکا کې ۳۰۰ ښځو او نارینه وو حرفوي زده کړې وکړې


په پکتیکا کې سلو ښځو او دوه سوه نارینه وو ته د شپږ میاشتنیو حرفوي زده کړو وروسته د کار وسایل او د فارغیدو سندونه ورکړل شول.

یادو ښځو او نارینه وو د خیاطۍ، ګلدوزی، نلدوانۍ، ترکاڼی ، برښنا، موټرسایکلو ترمیم او د تلیفون جوړونې په ۷ برخو کې زده کړې کړې دي.

د پکتیکا چارواکي وايي، چې فارغو کسانو هغه کسبونه زده کړي، چې په ازاد بازار کې ورتهاړتیا ډیره ده او دوی لاس په لاس ځانونو لپاره شخصي کارونه پیلولی شي.

هغه کسان چې کسب او کمال نلري، نورو ته اړوي، خو کچیرې کار او کسب حاصل کړي، نو نه یوازې دا چې پر ځان به بسیا وي، بلکې نورو خلکو سره هم مرسته کولای شي.

یادې څرګندونې تېره ورځ(دوشنبه) پکتیکا والي محمدالیاس وحدت د کار او ټولنیزو چارو د ادارې په چوکاټ کې د حرفوي زده کړو له شپږ میاشتنۍ دورې څخه د سلو ښځو او ۲۰۰ نارینه وو د فراغت په مراسمو کې وکړې.

الیاس وحدت
الیاس وحدت

الیاس وحدت فارغانو ته وویل، د کسب په زده کولو سره مو لاسونه په سرو زرو بدل شول، خو د کسب تر څنګ د زده کړو د حاصلولو لپاره هم کوښښ کوئ.

ده زیاته کړه، هېواد رغونې ته اړتیا لري او ځوانان باید د کار او کسب د پرمخبیولو تر څنګ په علمي او مسلکي زده کړو هم سمبال شي.

د پکتیکا د کار ټولنیزو چارو رييس غلام رحمان همدرد وویل، یاد پروګرام د ملي پیوستون د پرمختیايي پروګرام په چوکاټ کې د ۹۶ لکه افغانیو په لګښت د ۳۰۰ نارینه وو او ښځینو لپاره پلی شو.

د ده په وینا چې پدې کې ۷ ډوله حرفې لکه نجاري، خیاطي، نلدواني، برق، موټرسایکل جوړونه، موبایل جوړونه ده، چې په ۱۲ ټولګیو کې ۲۰۰ نارینه وو او ۱۰۰ ښځو ته حرفوي زده کړې ورکړل شوي دي.

د حرفوي زده کړو د حاصلونکو له ډلې یوه تنه میرمن کبرا محمدي وايي، چې که له زده کړو محرومې دي، بیا هم دې ته خوشاله دي، چې لږ تر لږه يې یو کسب حاصل کړ.

دې زیاتوي، اوس فارغو نجونو نه یوازې خیاطي او ګلدوزي زده کړه، بلکې دا وړتیا هم لري، چې نور شاګردان هم وروزي.

کبرا محمدي وايي، فارغې نجونې او ښځې کولای شي، تر دې وروسته د خپل کسب له لارې خپلې اقتصادي اړتیاوې پوره کړي.

بلخوا د چارو کارپوهان که څه هم د پکتیکا په شان یو لیرې پروت سرحدي ولایت کې د ۳۰۰ تنو په کمیت پر حرفوي زده کړو د ښځو او نارینه وو سمبالول یو ښه پرمختګ بولي، خو زیاتوي چې زرګونه نور داسې ښځې او ځوانان شته، چې کار او کسب نلري او بیکاره ګرځي.

هغوی له هېواده د ځوانانو فرار او په نشو د روږدیو تر ټولو ستر لاملونه همدا د کسب او کار نشتون بولي.

XS
SM
MD
LG