د لاسرسي ځای

تازه خبر

شهباز شريف: درغلي مې نه ده کړې


د پاکستان پنجاب صوبې وزيراعلی شهباز شريف د جنورۍ په دوه ويشتمه د ملي احتساب ادارې يا نېب دفتر ته ورغلی وو او د هغوی پوښتنو ته يې ځوابونه وويل.

نوموړي د هستوګنې يوې پروژې، اشيانه اقبال کې د درغليوو تورونو په اړه پلټنو سره مخ دی. شهباز شريف دې ادارې دفتر ته تر ورتګ وروسته پرون خبريالانو ته وويل پر ده لګيدلي تورونه سياسي او دروغ دي.

هغه زياته کړه: ((که اوس نېب په دې طریقه احتساب کوي او د نېب مشر چې د سپریم کورټ یو ریټایرډ معزز جج دی، د احتساب په نوم یوه ټوکه او مسخره جوړوي نو دا خو د احتساب په نوم سیاست او انتقام اخیستل کیږي.))

د پاکستان ملي احتساب ادارې يا نېب د پنجاب پر حکومت تور پورې کړی چې په اشيانه اقبال پروژه کې يې له يو قراردادي څخه بل ته ټيکه ورکړې او په دې توګه يې درغلي کړې ده. خو شهباز شريف وايي دا تورونه بې بنياده دي.

نوموړي زېاته کړه چې د احتساب اداره بايد د هغو کروړونو روپو پلټنې وکړي چې په پاکستان کې با اثره خلکو خوړلي دي. نوموړي په دې اړه نور وضاحت ونه کړ خو وې ويل. ((که پر ما د یوې پیسې درغلي هم ثابته شوه نو زه به پخپله کور ته لاړ شم. خو تاسو نن د دې قوم لوټ شوي د اربونو او کهربونوروپو لټون نه کوئ او یوه مفروضه نه بلکې نا سمې او د دروغو شمیرې ورکوئ. دا دروغ دي.))

په همدې حال کې د اپوزيشن ګوند تحريک انصاف مشر، عمران خان پر خپله ټويټر پاڼه ليکلي چې شريف کورنۍ دې خپله آمرانه لهجه بنده کړي.

ياده دې وي چې د شهباز شريف ورور او د پاکستان پخوانی وزيراعظم نوازشريف هم د درغليوو په کېس کې له دندې ليري شوی. نوموړي هم ويلي چې د ده خلاف مقدمې سازش دی او دی له هغې تنخا نه ښودو له وجې نا اهل اعلان شو چې ده د خپل زوی په کمپنۍ کې نه وه اخيستې.

XS
SM
MD
LG