د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ننګرهار خبریالان خونديتوب غواړي


د یکشنبې په ورځ د ننګرهار بټي کوټ ولسوالۍ اړوند د ملي راډيو ټلویزيون دوه تنه همکاران د وسله والو تر برید لاندې راغلل او سخت ټپیان شول.

د دوشنبې په ورځ په خيتځ زون کې د بېلابېلو رسنيو استازي د ننګرهار د رسنيو کور کې راټول شول او د يوه مطبوعاتي کنفرانس په ترڅ کې يې په جنګ کې له ښکېلو ډلو وغوښتل چې د خبريالانو ژوند خوندي کړي.

د تېرې یکشنبې په ورځ د ننګرهار بټي کوټ ولسوالۍ اړوند د څلورم فارم په سيمه کې د ملي راډيو ټلویزيون دوه تنه خبريالان د وسله والو په بريد کې ټپيان شول، چې دغه پېښه په ننګرهار کې د ختيځ زون خبريالانو د يوه مطبوعاتي کنفرانس په ترڅ کې په سختو ټکو کې وغندله او په جنګ کې د ښکېلو ډلو يې غوښتنه وکړه چې د خبريالانو د ژوند خونديتوب ته پام وکړي.
په ختيځ کې د لیکوالو او ژورنالستانو خپلواکې ټولنې منشي رحمت الله زیارمل په دغه مطبوعاتي کنفرانس کې وویل:

"پرونۍ پېښه چې د ملي راډيو ټلويزيون يو خبريال او کيمره مین په کې شديد زخميان شول، په سختو ټکو کې غندو. موږ نه غواړو چې په سياسي لحاظ، اقتصادي لحاظ او په ټولنیز لحاظ د کومې ډلې په مخالفت کې ودرېږو. موږ په جنګ کې د ټولو ښکېلو خواوو څخه يوازې یوه غوښتنه کوو چې، زموږ د ژوند د خونيتوب لپاره دې خپلې هڅې وکړي.''


په ختيځ زون کې د یک ټلویزيون خبريال تقي الله تقي د دولت په وسله والو مخالفینو غږ وکړ چې د خبريالانو ژوند تامین کړي:

(( کومه پېښه چې پرون شوې ده، دا په چا باندې پړه نه اچوو چې چا کړې ده، ځکه دا موږ ته جوته نه ده. که هر څوک موږ ته ګواښ وي، موږ زوروي، موږ ټپیان کوي، دا پړه د دولت په مخالفو وسله والو لوېږي، نو له دوی نه مو غوښتنه دا ده چې زموږ ژوند دې وساتي او هغه چا ته دې موقع نه ورکوي چې زموږ ژوند وګواښي.))

په ننګرهار کې د امریکا غږ اشنا راډيو خبریال ضاالرحمن حسرت په مرکز کې د رسنیو په مسوولینو غږ کوي چې خپل خبریالان مجبوره نه کړي چې نا امنو سيمو ته په خبر پسې ورشي:

"زموږ دوه غوښتنې دي، لومړۍ غوښتنه دا ده چې د رسنيو مرکزي دفترونه دې خپل سيمه ييز خبريالان په تېره چې په ننګرهار کې کار کوي، دوی دې نه مجبوروي چې نا امنو سيمو ته په خبرونو پسې ورشي. دویمه غوښتنه کې د خبريالانو د خونديتوب او دفاع کمېټو نه دا ده چې که په داسې پېښو کې خبریالان ټپیان کېږي او یا هم ژوند له لاسه ورکوي، باید چې کورنيو سره يې مرستې وشي.''

بلخوا د ننګرهار ولایت مطبوعاتي مسوول عطاالله خوږياڼي وايي، ولایتي اداره ژمنه ده چې د خبريالانو ژوند خوندي کړي:

''نن موږ راټول شول او د خبريالانو سره يو ځای مو بحثونه وکړل، د خبريال د ژوند خونديتوب زموږ لپاره لومړيتوب لري، موږ ژمن يو چې په خپله برخه کې د خپل توانه پورې هغه تدابير چې نن پرې بحث وشو، په دې باندې جدي کار وکړو، او په راتلوونکي کې هڅه وکړو، چې د دوی ژوند خوندي کړو.''

خوږیاڼی زیاتوي چې د پرونې پېښې دواړه خبریالانو يې د ښې درمنلې په موخه مرکز کابل ته انتقال کړي دي.

د ذکر وړ ده چې په ۲۰۱۷ م کال کې په ننګرهار د خبريالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي ولس پېښې ثبت شوې وې، خو په ۲۰۱۸ م کال په ننګرهار کې لومړۍ پېښه وه چې دوه تنه خبریالان په کې ټپيان شول.

XS
SM
MD
LG