د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا به د افغانستان پرمختیا لپاره هر کال ۲۰۰ ملیونه ډالر لګوي


د افغانستان ماليې وزیر او په کابل کې د امریکا متحده ایالاتونو سفیر ترمنځ د ۱۰۰ ملیونو ډالرو په ارزښت د نوي پراختیايي مشارکت تړون د دوشنبې په ورځ د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې لاسلیک شو.

د افغانستان مالیې وزیر اکلیل حکیمي په دې اړه جوړیو شویو مراسمو ته وویل چې،د نوې پراختیايي مشارکت د تړون له مخې به د امریکا متحده ایالاتونه هر کال افغانستان ته ۲۰۰ ملیونه ډالر ورکوي چې د افغانستان د ملي بودجې له لارې به په يو شمېر زیربنايي پروژو لګول کېږي.

نوموړي له نړیوالو مرسته کوونکو وغوښتل چې خپلې مرستې دې د افغانستان ملي بودجې ته ورکړيچې په اغيزمن ډول ولګېږي.

د افغانستان د ماليې وزارت د مسوولینو په خبره د امریکا متحده ایالاتونو لخوا شوې مرستې به لومړیتوبونو ته په کتو،د ترانسپورت،برېښنا،پوهنې او په يو شمېر نورو بسټیزو برخو کې کې ولګول شي.

د دغه وزارت د مسوولینو په خبره د بروکسل په ناسته کې نړیوالې ټولنې له افغانستان سره د ۱۵،۲ میلیاردو ډالرو د مرستې ژمنه کړې چې عمده برخه يې د امریکا متحده ایالاتونو لخوا تمویلېږي.

په ورته وخت کې په کابل کې د امریکا متحده ایالاتونو سفیر جان بس د دغه تړون د لاسلیک پرمهال وویل چې،د امریکا متحده ایالاتونه د افغانستان د حکومت او خلکو سره دومداره مرستو ته ژمن دی او د دوی حضور دلته د يو سوله ییز افغانستان لپاره دی:

"د امریکا متحده ایالاتونه په افغانستان کې د دې لپاره دی چې د افغانستان او د دغه هېواد د خلکو سره مرسته وکړي څو دلته خلک د سولې په فضا کې پرمختللی او هوسا ژوند ولري."

بلخوا د اقتصادي چارو کارپوه سید قیاس سعیدي د امریکا متحده ایالاتونو لخوا د دغه ۱۰۰ ملیونو ډالرو د مرستې هرکلی کوي او د افغان حکومت څخه غواړي چې دغه پیسې په داسې ډول ولګوي چې د خلکو درد پرې دوا شي.

راپور: واصل وصال

د مشال ویډیوګانې، انځورونه

انځورونه، ویډیوګانې

پي ټي اېم: سوات کې پوځي چاوڼۍ نه منو
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:50 0:00
تفصیل...
XS
SM
MD
LG