د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست: د منګلو او مقبلو تربګني پای ته ورسېده


د دوشنبې په ورځ په خوست کې د منګلو او مقبلو قومونو تر منځ د بازي غر او سنځلی دښتې پر سر د لسیزو قومي لانجه چې د ګڼو مالي زیانونو تر څنګ د دواړو خواوو خواوشا ۶۰ کسانو ته په کې مرګ ژوبله رسیدلې وه، د سویل ختیز زون د مشرانو په منځګړیتوب حل او پرېکړه يې ابلاغ شوه.

منګل او مقبل څه کم دوې میاشتې مخکې هم مورچو ته ختلي ول او پر یو بل لوري يې د درنو او سپکو وسلو ډزې کولې، چې د مرکزي حکومت د یو پلاوي په منځګړیتوب يې جګړه ودرول شوه او هغوی سره دیادې لانجې د عادلانه حل ژمنه شوې وه.

د منګلو او مقبلو تر منځ د بازي غر او سنځلی دښتې پر سر د دواړو قومونو تر منځ چې له لسیزو وړاندې قومي لانجه موجوده وه او څو ځلې د دواړو لورو تر منځ وسلوالې شخړې شوې وې، د افغان ولسمشر محمداشرف غني په لارښوونه د سویل ختیز زون د شپږو ولایتونو له یو شمېر مخورو څخه د جوړې شوې جرګې لخوا يې مساله حل شوه.

خوست والي حکم خان حبیبي مشال راډیو ته وویل، چې د مقبلو او منګلو قومونو تر منځ د ځمکې پر سر لانجه د دواړو لورو په رضایت حل و فصل شوه.

ده هیله وښوده چې تر دې وروسته به دواړه قومونه د ورورۍ په فضاء کې ژوند وکړي او دا پرېکړه به د نورو قومي شخړو د هواري لپاره هم لاره هواره کړي.

د سویل ختیز زون د مشرانو څخه د تشکیل شوې جرګې یو تن غړي او د سرحدونو وزارت د جرګو ريیس نیاز محمد امیري د دې پوښتنې په ځواب کې چې جرګه د یادې پرېکړې په پلي کیدو څومره باورمنه ده وویل، چې پرېکړه په غیاب کې نده شوې.

د ښاغلي امیري په وینا دواړو خواوو په اول کې جرګې ته واک ورکړی او بیا يې په خپله خوښه شوې فیصله لاسلیک کړې ده.

نیازمحمد امیري وویل که د پرېکړې نه هر لوری سرغړونه وکړي، نو جرګې ته به لس میلیونه افغانۍ ناغه ورکوي.

بل لوري ته د پرېکړې دواړه خواوې هم د سویل ختیز زون د قومي مخورو پرېکړې ته خوشاله دي او وايي، چې لدې مخکې يې ژوند له کړاونو سره مخامخ وو او حتی ماشومان يې ښوونځیو ته نشوای لیږلئ.

د مقبلو د ووم کلي اوسیدونکی مخان خاورې وايي پدې خوشاله دی چې پدې پرېکړې سره د واړو لورو ښځې او ماشومان له ځور او انديښنو څخه خلاص شول.

د لانجې د منګلو له اړخ څخه حاجي غازيوايي، یاده ستونزه ډېره جدي وه او د دواړو لورو حتی ښځو او ماشومانو ته هم په کې مرګ ژوبلې اوښتي دي.

ده له نورو قومونو هم هیله وکړه چې په ورته توګه خپلې قومي ستونزې د جرګو او مرکو له لارې حل کړي.

د خوست یو تن دینی عالم مفتي حبیب الرحمن خوستی د دولتي ځمکو او څړ ځایونو پر سر د قومي نښتو او لانجو په اړه وايي، ټول خلک پوهیږي، چې د افغانستان په نافذو قونینو کې په صراحت سره څړ ځایونه، غرونه او دښتي دولتي ملکیتونه دي او هغه کسان چې په شرعي او قانوني لحاظ پدې مساله پوهیږي او بیا هم نزاع او جګړه کوي، د هغوی دا ډول کړنې له شرعي او قانوني اړخه سمې نه دي.

XS
SM
MD
LG