د لاسرسي ځای

تازه خبر

د نقيب مسود پر وژنه تورن، راو انور عدالت ته حاضر نه شو


په کراچۍ کې د وزيرستان يو ځوان، نقیب الله مسود وژنې کې په لاس لرلو تورن د ملېر پوليسو معطل شوی مشر راو انور نن په سند هايي کورټ کې په دې اړه مقدمې ته حاضر نه شو.

په کراچۍ کې د وزيرستان يو ځوان، نقیب الله مسود وژنې کې په لاس لرلو تورن د ملېر پوليسو معطل شوی مشر راو انور نن په سند های کورټ کې په دې اړه مقدمې ته حاضر نه شو.

د نقيب مسود مړی د جنورۍ پر ۱۳مه په کراچۍ کې موندل شوی وو او له ادعا سره سم د راو انور په مشرۍ پوليسو وژلی وو. انور ويلي چې هغه د تحريک طالبان پاکستان سره تعلق درلود. خو د پلټنو لپاره جوړې شوې حکومتي کمېټۍ غړي ډي، ای، جي سلطان خواجه په یکشنبه په کراچۍ کې خبريالانو ته وويل په دې اړه هېڅ ثبوت نه شته.

هغه زیاته کړه چې دوی به د نقيب کورنۍ تر ايف، ای، ار وروسته خپلو تخقیقاتو ته دوام ورکوي.تمه ده چې د نوموړي کورنۍ نن پوليسو ته خپل بيان ريکارډ کړي.

''د نقيب کورنۍ چې څنګه غواړي، پوليسو سره ايف، ای، ار جمع کولی شي. موږ به د همدغه شکايت مطابق دې کېس کې خپلې پلټنې کوو. تر کومې چې د راو انور خبره ده. د هغه ټيليفون بند دی. موږ پر هغه غږ کوو چې له خپلو پوليسو سره یوځای پلټنو ته حاضر شي.))

د جنورۍ له دېارلسمې راهيسې د پاکستان په بېلابېلو سيمو کې مظاهرې شوې او له حکومته وغوښتل شول چې د نقیب مسود د وژنې په کېس کې دې انصاف وکړي.

بلخوا د جماعت اسلامي مشر پر حکومت غږ کړی چې د جنوبي وزیرستان د ځوان د وژنې پلټنو لپاره دې عدالتي کمېشن جوړ کړي. سراج الحق د کراچۍ په سهراب ګوټ کې د جنوبي وزیرستان نقیب الله مسود لپاره دوعا وکړه او بیا یې په خبرو کې وویل چې هېڅ قانون د هېچا د وژنې اجازه نه ورکوي:

''په هېڅ قانون کې پولیس دا واک نه لري چې ملزم ونیسي او هم هلته یې وولي. د پولیسو دا کار دی چې [مشکوک] کس ونیسي او په ۲۴ ساعتونو کې یې عدالت ته وړاندې کړي.''

XS
SM
MD
LG