د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کابل پر انټرکانټینېنټل هوټل برید کې د مړیو شمېر ۳۰ ته ختلی


د کابل انټرکانټینېنټل هوټل
د کابل انټرکانټینېنټل هوټل

د افغانستان امنیتي چارواکي وایي، د کابل پر انټرکانټینېنټل هوټل د جنورۍ پر ۲۰مه نېټه د وسله والو په برید کې د وژل شویو شمېر لږ تر لږه ۳۰ تنو ته رسېدلی دی.

د روغتیا وزارت ویاند وحید مجروح د یکشنبې په ورځ وویل چې روغتونونو ته ۱۹ مړي وروړل شوي دي.

چارواکي وايي، په وژل شویو کې ۱۴ بهرنیان دي. خو یوه امنیتي چارواکي رویټرز خبري اژانس ته ویلي، د وژل شوو شمېر لږ تر لږه ۳۰ تنه دی چې پکې د هوټل عمله، مېلمانه او د بریدګرو ضد عملیاتو کې برخه اخېستونکي امنیتي سرتېري شامل دي. افغان چارواکيو ویلي، امنیتيو ځواکونو شپږ بریدګر هم وژلي دي خو ځینې راپورنه وايي چې هغوی پنځه تنه ول.

په کابل کې پر انټرکانټینینټل هوټل بريد
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:23 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

ځینې راپورونه وايي چې په دغه برید کې اکثره وژل شوي د افغان کام ایېر خصوصي هوایي شرکت بهرني کار کوونکي دي.

د روېټرز په وینا د برید پر مهال د دې شرکت شااوخوا ۴۰ پیلوټان او نوره عمله د هوټل دننه وو.

د دې شرکت د لږ تر لږه ۱۰ کارکوونکو د وژل کېدو خبر ورکړل شوی دی.

د اوکراین بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي ویلي چې د هغوی شپږ تنه هېوادوال هم په برید کې وژل شوي دي.

د کابل پر انټرکانټینېنټل هوټل د شنبې په ورځ ناوخته وسله والو چې د افغان پوځ درېشي یې اغوستې وه، برید وکړ. د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش ویلي، تر ۱۵۰ زیات کسان چې ۴۱ پکې بهرملکیان هم وو، د حملې پر وخت یې له هوټله روغ اېستلي ول.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې د کابل پر انټرکانینېنټل هوټل د وحشیانه برید په کلکه غندنه کړې او په هغه ترهګریزه عمل کې د قېمتي انساني ژوند په زیانمندو او د ګڼو نورو په ژوبلېدو سخته خپګان او غمرازي ښودلې.

په اعلامیه کې راغلي چې د پاکستان ولس په دغه کرغېړنه ترهګریزه کړنه کې د افغانستان حکومت او ولس سره خپل پیوستون او ملاتړ ښيي. او په بیان کې یې ویلي چې په اغېزمنه توګه د ترهګرۍ نابودولو لپاره د دولتونو ترمنځ همکاري ډېره مهمه ده.

XS
SM
MD
LG