د لاسرسي ځای

تازه خبر

کونړ ته د مالیې وزیر اکلیل حکیمي سفر


په کونړ کې د بنسټیزو پروژو د سروې لپاره د پلاوي کتنه
په کونړ کې د بنسټیزو پروژو د سروې لپاره د پلاوي کتنه

روح الله انوري

کونړ ـ د افغانستان دماليي وزیر اکلیل حکیمې په مشرۍ یو پلاوی کونړ ته ددې دپاره ورغلی وو چې یاد ولایت کې دبنسټیزو پروژو دپیل کولو دپاره لنډه سروي وکړي او ورته پانګه پیدا کړي.

دماليې وزارت ویاند اجمیل حمیدعبدالرحیمزی د دغه سفر د موخو په اړه مشال راډیو ته وویل:

((دسفر موخه مو په کونړ کې دبنسټیزو پروژو لیدل یا سروي کول دي. موږ غواړو په بیلابیلو برخو کې دبنسټیزو پروژو پلي کیدو لپاره کار ترسره شي څو دټول افغانستان او د ختیځو ولایتونو او په ځانګړي ډول د کونړ خلکو ته يي اوږود مهاله ګټه ورسیږي .داقتصادي پیاوړتیا او د خلکو د ژوند ښه والي برخه کې موږ مثبتې پایلې ته ورسیږو.))

کونړ ته رورغلی پلاوی د مرکز اسعداباد اړوند د څاګې سیمه ته تللی وو ،کوم ځای چې د زیاتو سروېګانو وروسته د بندجوړولو او د ۳۰۰ میګا واټه برېښنا د تولید لپاره مناسب ګڼل شوی دی.

د کونړ سیند
د کونړ سیند

دځايي د خلکو په وینا له دې وړاندې هم ډیر لوړ پوړې بهرني او کورني پلاوی کونړ ته تللي، له خلکو سره سره يي د کونړ په سیند د اوبو او برېښنا بندونو جوړولو ژمنې کړي خو تراوسه یوه ژمنه هم نده عملې شوې.

دولایتې شورا پخوانی رئیس حاجې جمال الدین سیار مشال راډیو ته وویل :

((موږ په کونړ کې د بندونو جوړولو دپاره پریمانه اوبه او مناسب ځایونه لرو .زموږ غوښتنه هم همدا ده چې په کونړ کې باید همداسې بنسټیزې پروژې پلې کړل شي. خداي دې وکړي چې دوی د پخوانیو پلاویو په شان نشي چې تللي او درک يي ندی لګیدلی.))

داسې ویل کیږي چې د کونړ په لوی سیند له څاګې څخه نیولي تر شال شنګر پورې شپږ ځایونه د بندونو جوړولو لپاره سروی شوي دي.

XS
SM
MD
LG