د لاسرسي ځای

تازه خبر

اروپا ته تګ مې د مشال ارمان وو خو تر مړینې وروسته یې راغلم: اقبال


پراګ - د ۲۰۱۷ز کال د اپرېل پر ۱۳مه د مردان د عبدالولي خان پوهنتون د وژل شوي زده کوونکي، مشال خان پلار محمد اقبال د لندن په یوه پوهنتون کې د باچا خان د تلین په مناسبت وینا کړې.

نوموړي د شنبې یا خالي پر ورځ د لندن د افریقايي او ختیځ مطالعاتو پوهنتون (سواس) کې د خان عبدالغفار خان (باچا خان) پر خدايي خدمتګار تحریک او د هغه پر مبارزې خبرې وکړې.

اقبال وايي، زوی یې ورته ویلي ول چې کله پي اېچ ډي لپاره بهر ولاړ شي نو دی به ورغواړي او په اروپا به یې ګرځوي. دی وايي، د زوی د ډاکترۍ له وجې نه، بلکې د هغه د وژنې په نتیجه کې اروپا ته ورغلی.

له ده سره مو مرکه کړې او ورڅخه مو پوښتلي چې لندن او سواس پوهنتون ته ورتګ ته څنګه ګوري؟ ځواب یې د غږ په ځای کې واورئ.

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:07:13 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

XS
SM
MD
LG