کابل ـ د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي د کانټیننټل پر هوټل په ډلهییزه حمله کې د ۱۴ بهرنیانو په ګډون ۱۸ تنه وژل شوي دي.
د دغه وزارت ویاند نجیب دانش د یکشنبې ناوخته مشال راډیو ته وویل چې په وژل شویو کې ۱۱ تنه د کام ایر هوايي شرکت کارکوونکي دي.
دې هوايي شرکت هم د دې تایید کړی او وايي ځېنې پروازونه یې هم وځنډول شول.
د اوکراین د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي اژانس فرانس پرېس ته ویلي، په برید کې یو شمېر اوکرانیان هم وژل شوي خو زیاته یې کړه چې په اړه به یې تفصیل د دوشنبې یا ګل پر ورځ ورکړي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت UNAMA د کابل پر انټرکانټینیټل هوټل د طالبانو ترسره کړی برید غندلی دی.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د جنرل سکرټري ځانګړي استازي تادامیچي یاماماټو په یو بیان کې ویلي، د بشریت نړیوال قانون د دا ډول بریدونو ممانعت کوي او هېڅ جواز ورته نه جوړیږي.
نوموړی زیاتوي: ((له اخلاقي پلوه دا یو تېری دی چې طالبان د ولسي خلکو د وژلو لپاره هوټل ته ننووځي. په افغانستان کې په جګړه کې ښکېلې ټولې ډلې مسولیت لري چې د بشریت نړیوال قانون ته ژمن و اوسي.))
په افغانستان کې د یوناما د دفتر مشر د ملګرو ملتونو په استازیتوب په کابل کې د وژلو شویو کسانو د کورنیو سره خواخوږي ښکاره کړه او د ژوبلو شویو کسانو د زر رغېدا هیله یې ښکاره کړه.
تر دې وړاندې، د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د یکشنبه په ورځ وویل چې پر کانټینینټل هوټل برید د درو بریدګرو او پنځو ولسي کسانو په وژل کېدو سره پای ته رسېدلی دی.
طالبانو د برید ذمه واري قبوله کړې ده.
افغان چارواکي وايي د شنبې په ماښام ناوخته په یاد هوټل د وسله والو د برید نه پس له ۱۵۰ څخه زیات کسان خوندي ایستل شوي چې پکې ۴۰ بهرنیان هم شامل دي.