د لاسرسي ځای

تازه خبر

 د ننګرهار په شپږو ولسواليو کې ګڼې کرنیزې پروژې پيلېږي


په ننګرهار کې د زراعت ریاست چارواکي وايي چې د کوکنار په بدیل کې چې دغه ولایت ته د دوه ویشت نیم ميليونه ډالرو کوټه بېله شوې، دوی به په شپږو هغو ولسواليو کې بېلابېلې کرنېزې پروژې پيلوي چې په تېرو کلونو کې په کې خلکو په خپلو ځمکو کوکنار کرل.

د تېرو اوږدو کلونو راهيسې د ننګرهار په يو شمېر هغو ولسواليو کې چې د دولت وسله وال مخالفین په کې فعال دي، کروندګر يې پر خپلو ځمکو کوکنار کري. د افغانستان د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې وزارت ننګرهار ته د کوکنار د کرلو د مخنيوي په عوض کې د کرنیزو پروژو د تطلیق لپاره دوه نيم ميليونه ډالرو کوټه متخض کړې چې د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مشر رفیع الله رحميزی وايي چې دا پروژې به په هغو ولسواليو کې تطبیقوي چې په تېرو کلونو کې په کې کرنېزې پروژې نه دي تطبیق شوي. نوموړی وايي:

(( په هغو ناامنه ولسواليو کې چې پخوا په هغوسيمو کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رياست فعالیتونه کم ول، سږکال په پلان کې لرو چې د خوږیاڼو، شېرزادو، کوټ، اچين، رودات او چيرهار ولسواليو کې د دوه ويشت نیم ميليونو ډالرو په ارزښت د زراعت په برخه کې مختلفې پروژې چې په دې کې سربندونه، کوچنۍ سړې خونې، د بسته بندۍ مرکزونه، د اصلاح شويو تخمونو وېش او مېوه لرونکي باغونه به جوړوي.))

یو افغان کروندګر
یو افغان کروندګر

د ننګرهار د کرنې رييس رحیمزي د دې پوښتنې په ځواب کې چې که په یادو ولسواليو کې د دولت وسله وال مخالفین د پروژو د تطبیق مخه ونيسي، دوی به له کومو تدابيرو کار واخلي، وويل:

(( د کرنې ریاست اړوند چې په کومو ولسواليو کې تطبیق شوي، هغه که نا امنه هم وي، نو د دولت مخالفین وسله وال يې مخنيوي نه کوي. دغه دویشت نیم میلیونو پروژې چې کوم په دې شپږو ولسواليو کې به پلي کېږي، ښه دا ده چې ټولنه او کمونيټي په کې شامله شوې ده. د پروژو انتخاب يې هم ټولنې ته ورکړی دی، کله چې په پروژو کې کليوال او ټولنه د پروژو په تطبیق کې دخيل وي، هغه ښه نتیجه ورکوي.))

دی زیاتوي چې په تېرو کلونو کې د ننګرهار د يو شمېر ولسواليو امنيتي انځور مرستندویه نړيوالو ادارو ته سم نه دي رسېدلی، چې دې اکثره مرستندویه ادارې په ځينو ولسواليو کې د پروژو پيلېدو ته زړه نه ښه کوي.

XS
SM
MD
LG