د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کابل پر کانټینټل هوټل بريد کې پنځه ولسي وګړي وژل شوي


له انټرکانټينيټل هوټل لوګي خېژي
له انټرکانټينيټل هوټل لوګي خېژي

د چارواکو په خبره بريد کوونکي لږ تر لږه درې کسان وو. دوی بيګا د کابل په باغ بالا سيمه کې انټرکانټينيټل هوټل ته ننوتل او تر ۱۲ ساعتونو پورې هلته وو. مطبوعاتو د چارواکو له خولې ليکلي چې په کرار د عملياتو وجه د ملکي وګړو خوندي ساتل دي.

د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت ویاند مالي خان یعقوبي ازادي راډيو ته وویل چې په دې پېښه کې د فراه د مخابراتو رئیس جمالدین پاچا خېل هم وژل شوی دی. یعقوبي وویل چې ټاکل شوې وه چې نن یکشنبه د افغانستان د مخابراتو وزارت د همغږۍ کلنی کنفرانس پیل شي او په همدې هدف د ټولو ولایتونو رئیسان په دې هوټل کې راجمع شوي وو.

نوموړي وویل چې د دوی د معلوماتو له مخې د ټولو ولایتونو رئیسان له پېښې روغ رمټ وتلي دي.

دفاع وزارت ويلي چې ځانګړو ځواکونو يو نیم سل ملکي وګړي چې ۴۰ يې بهرنيان وو، له دې هوټله خوندي ويستلي دي. د افغانستان اجرايه رييس ډاکټر عبدالله عبدالله افغان ځواکونه ستايلي دي او وايي چې د سلګونو وګړو ژوند يې خوندی کړ.

تر اوسه کومې وسله والې ډلې د دې برید ذمه واري نه ده منلې.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش ازادي رادیو ته وویل چې په دې پېښه کې د ۳ پولیسو په ګډون ۶ تنه ژوبل شوي هم دي. خو چارواکي خبرداری ورکوي چې لا هم دوی د شمېرو په راټولو بوخت دي او کېدای شي د مړو او ژوبلو شمېره زياته شي.

تر دې مخکې افغان چارواکو ويلي وو چې بريد کوونکي څلور وو. دوی لومړی د هوټل پخلنځي يا اشپزخانې ته ننوتل او بيا وروسته يې پر خلکو ډزې پېل کړي.

د پېښې يو عيني شاهد، عبدالغفار رويټرز اژانس ته وويل: ((په پېل کې د څو ډزو غږونه واورېدل شول. ١٥ دقيقې وروسته د انټرکانټیننټل کارکوونکي راغلل او وي ويل چې هوټل ته ځانمرګي بريدکوونکي داخل شوي دي.))

انټرکانټیننټل هوټل (پخوانی انځور)
انټرکانټیننټل هوټل (پخوانی انځور)

رويټرز اژانس د هوټل له مدير احمد حارث ناياب سره خبرې کړي. هغه په ټپي حالت کې د پېښې له ځايه په تېښته کې بريالی شوی دی.نوموړي ويلي: ((حمله کوونکي چې هوټل ته داخل شول، هر چا هڅه کوله وتښتي ځکه له هرې خوا د ډزو غږونه اورېدل کېده.))

انټر کانټينيټل کابل کې له خوندي هوټلونو څخه ګڼل کېږي. دلته ډېری وخت پر ملي او نړيوالو مسايلو کنفرنسونه کېږي. که څه هم پوره معلومات نه‎شته چې حمله کوونکي څنګه توانېدلي هوټل ته ننوځي خو د افغانستان د کورنيو چارو وزير ويس احمد برمک د ټیليفون له لارې ازادي راډيو ته ويلي چې د دغه هوټل امنيتي مسؤليت دوه اونۍ مخکې يوې خصوصي امنيتي کمپنۍ ته سپارل شوى و.

XS
SM
MD
LG