د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پکتیکا والي الیاس وحدت درې پروژې ګټې اخیستلو ته وسپارلې


د پکتیکا والي محمد الیاس وحدت
د پکتیکا والي محمد الیاس وحدت

د افغانستان د پکتیکا ولایت د ګیانې او ارګون ولسوالیو تر منځ دوه پلونه او دونیم کلیومتره سړک چې د ۱۱۶ میلیونه افغانیو په لګښت په پاخه او اساسي ډول جوړ شوي، ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.

نن د شنبې په ورځ د پکتیکا والي محمدالیاس وحدت مشال راډیو ته وویل، چې د یادو دریو پروژو مالي لګښت د ټولګټو چارو وزارت له پرمختیايي بودجې څخه ورکړل شوی دی.

ده وویل، چې جوړ شوي پلونه یو پل ۷۰ متره او دویم۳۵ متره اوږدوالۍ لري.

د پکتیکا والي زیاته کړه، چې د ارګون ولسوالۍ د ګل شاخېلو سړک هم په تدارکاتو کې دی او ډېر ژر به يې د جوړیدو چارې پيل شي.

محمدالیاس وحدت وړاندې وویل، د پکتيکا ولايت له ارګون ولسوالۍ تر خوست ولايت پوري په غځېدلي سړک يې د خوست له ولايتي ادراې سره په ګډه کار پيل کړی او هڅه کوي چې هغه سړک هم له خوست ولايت سره په پاخه ډول وصل کړي.

د پکتیکا والي محمد الیاس وحدت
د پکتیکا والي محمد الیاس وحدت

XS
SM
MD
LG