د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ننګرهار کې د باچا خان ۳۰م تلين ونمانځل شو


په جلال اباد کې د باچاخان مزار

د عدم تشدد د نړیوال مبارز خان عبدالغفار خان – باچا خان -۳۰م تلین د افغانستان د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد کې ونمانځل شو.

په همدې مناسبت له پېښوره د خیبر پښتونخوا د نېشنل يوتهـ ارګانيزېشن تر سيورې لاندې يو پلاوی جلال اباد ته تلی وو او هلته یې د باچا خان پر مزار د ګلونو ګېډۍ کېښودې.

دا پلاوی د یاد سازمان د خېبر پښتونخوا صوبایي مشر ګلزارخان په مشرۍ کې د شنبې په ورځ جلال اباد ته تللی وو او هلته یې د باچا خان پر مزار د پښتنو دې مبارز مشر ته عقیدت وړاندې کړ.

ګلزار خان له مشال راډيو سره په خبرو کې وویل ، “ زموږ دا هیله ده چې يو ځل بیا هغه جذبې ځان کې ژوندۍ کړو. په دې ورځ باندې موږ د باچا خان بابا په مزار يو عهد کوو او موږ له ځانه سره يو مشن اخلو چې یو ځل بیا به په دې خاوره د باچا خان بابا د امن پېغام خوروو”.

له دې پلاوي سره د ښځو د حقونو فعاله ثنا اعجاز هم مله وه،

نوموړې مشال راډيو ته وویل چې د دې په فکر باچا خان د پښتنو د حقونو لپاره تر بل هر چا زیاته مبارزه کړې وه، نو ځکه تر جلال اباده راغله او د هغه اروا ته يې د عقیدت پېرزوينې وړاندې کړې.

ثنا اعجاز وویل ، “ باچا خان بابا د پښتنو اتل دی ، مشر دی. د پښتنو د قام د پرمختګ، امن او د ښځو د حقونو لپاره يې اواز اوچت کړی دی. زه د باچا خان د تعقیب کوونکې په توګه د هغه په مینه کې جلال اباد ته راغلې يم”.

ايډوکېټ طارق افغان وايي چې له اوږدو کلونو راهيسې د باچا خان په مزار د ګنبدې د جوړېدو کار درېدلی دی.

طارق افغان وویل ، “د باچا خان بابا مزار د پښتنو د يو والي يو ځای دی. له افغان حکومت نه زموږ مطالبه ده چې په دې دې ژر تر ژره کار شروع کړی شي او دا دې مکمل کړی شي.

دې پلاوي د باچا خان پر مزار د عقيدت تر وړاندې کولو وروسته د جلال اباد شاهي ماڼۍ ته ورغلل او هلته يې د ننګرهار له والي محمد ګلاب منګل سره هم ليدنه وکړه.

یاد پلاوی
یاد پلاوی

ګلاب منګل پلاوي ته وعده ورکړه چې د باچا خان د مزار د جوړېدو لپاره به هڅه وکړي چې امکانات ورته پیدا کړي.

هغه وویل ، “ نن چې د باچا خان د رحلت او وفات دېرشمه کلېزه ده. موږ په دې باورمند کوي چې باچا خان هيڅکله مړ نه دی او مړ به نه وي، ځکه د ده فکر ژوندی دی. نن د هغه لارويان د سور لباس سره ننګرهار ته راغلي او خپل احساسات څرګندوي.

ګلاب منګل زیاته کړه چې " کوشش به دا وي چې د دې مقبرې د جوړېدو لپاره موږ امکانات پیدا کړو، او که چېرې زما د ماموریت پر وخت کې دا کار پيل شو، زما د نورو وظایفو تر څنګ به يوه دا مهمه وظیفه هم وي چې د باچا خان مقبره په ښه شان سره جوړه شي”.

نوموړي په خپلو خبرو کې وویل چې راتلونکي اوونۍ به په ننګرهار کې د باچا خان د دېرشم تلين په یاد کې اوونۍ نوموي چې د هغه پر ژوند به پر علمي سيمينار سربېره د کتابونو او انځورونو نندارتونونه هم جوړوي.

د یادولو ده چې باچا خان د ۱۹۸۸ م کال د جنورۍ پر ۲۰مه نېټه د پېښور په لېډي رېډينګ روغتون کې ومړ او د هغه له وصیت سره سم يې په جلال اباد کې خاورو ته وسپاره.

XS
SM
MD
LG