د لاسرسي ځای

تازه خبر

د نقیب محسود په غیرقانوني وژنه تورن راو انوار له دندې لرې کړل شو


راو انوار

د سیند صوبې د پولیسو انسپکټر جنرل د کراچۍ د ملیر سیمې د پولیسو مشر راو انوار د وزیرستان د یو ځوان نقیب محسود د ماوراي عدالت وژنې په تور کې له خپلې چوکۍ لرې کړی دی.

د سیند پولیس محکمې په یو خبرپاڼه کې ویلي دي چې د نقیب محسود د وژنې د پلټنو په اړه جوړې کړل شوې کمیټۍ خپل ابتدایي رپوټ وړاندې کړی دی.

بیان لیکي چې پلټنیزې کمیټۍ د جنورۍ پر ۲۰ د سیند صوبې د پولیسو مشر اې ډي خواجه ته په لیږل شوي رپوټ کې لیکلي چې د دې پیښې د بې طرفه پلټنو لپاره باید د ملیر سیمې ایس ایس پي راو انوار له خپلې چوکۍ لیرې کړل شي.

په رپوټ کې ویل شوي چې د شفافو پلټنو په خاطر د ملیر د پولیسو مشر راو انوار او د کراچۍ د شرقي سیمېایس پي انویسټیګېشن ملک الطاف سرور له خپلو دندو لرې کړل شوي دي.

په خپرپاڼه کې دا هم راغلي چې د دې کميټۍ په وینا د سند پولیسو محکمې د دې دواړو پولیس چارواکو د لرې کولو سره سره ځینې نور ګامونه هم پورته کړي دي چې پکې د راو انوار په ګډون د ځینو نورو کسانو نومونه په هغه لسټ کې اچول شوي دي چې له ملک څخه بهر سفر نشي کولای.

خبر پاڼه زیاتوي چې د کراچۍ د پولیسو مرستیال مشر ته ویل شوي دي چې د هغه پولیس ډلې خلاف د قانون مطابق ضروري ګامونه پورته کړي چې د نقیب محسود په وژنه کې ککړ دي.

دا له هغه وروسته ده چې د نقیب محسود کورنۍ او بشري حقونو لپاره د کارکوونکو تر څنګ په زرګونو احتجاج کوونکو پر راو انوار تور پورې کړی چې هغه نقیب محسود په یو په جعلې پولیس مقابله کې وژلی دی.

۲۷ کلن نقیب محسود د جنوبي وزیرستان اوسیدونکی وو څوک چې د راو انوار په مشرۍ د پولیسوله یوې ډلې سره په مبینه پولیس مقابله کې د جنورۍ پر ۱۳ وژل شوی وو.

د نوموړي تر وژنه وروسته راو انوار رسنیو ته ویلي وو چې نقیب محسود د تحریک طالبان پاکستان غړی وو.

خو د نقیبمحسود کورنۍ دغه تورونه نه مني او وايي چې هغه له یوې وسله والې ډلې سره هم تړاو نه درلود او کراچۍ ته د روزګار لپاره تلې وو او هلته یې دوکانداري کوله.

د نقیب محسود د وژنې پر ضد په کراچۍ ، پښور ، کوټه ، اسلام اباد ، ټانک ، ملتان ، ډېره اسماعیل خان ، بنو او ځینو او نورو ښارونو کې په زرګونه خلکو مظاهرې وکړې چې پکې د نقیب محسود کورنۍ ته د انصاف ورکولو غوښتنه وشوه.

تر دې مظاهرو وروسته د پاکستان د سپریم کورټ چیف جسټس ثاقب نثار د جنورۍ پر ۱۹مه د دې وژنې د پلټنو حکم ورکړی دی.

نقیب محسود د جنورۍ پر درېمه د کراچۍ په سهراب ګوټ کې له خپل کرایه کوره لادرکه شوی وو او لس ورځې وروسته د جنورۍ پر ۱۳ په یوه مبینه پولیس مقابله کې ووژل شو.

د نوموړي اسناد ښيي چې د هغه خپل نوم نسيم الله وو او له تېرو څه باندې اتو کالو په کراچۍ کې مېشت وو.

د هغه د کورنۍ یو غړي نوررحمان تور پورې کړی چې د کراچۍ پوليسو د ترهګرۍ ضد څانګې ځينې کسان په سپينه جامه کې ورغلي وو او هغه يې له ځانه سره بیولی وو.

د نقیب محسود ځینې ملګري وایي هغه غوښتل چې یو ماډل جوړ شي او زیاتره وخت به یې پر فېس بک خپل عکسونه هم شریکول او د هغه دا خواهش پر فېسبوک له ورکړل شوو تصویرونو هم څرګند دی.

XS
SM
MD
LG