د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د پاکستانيو علماوو فتوا کې افغانستان هم ولیکئ'


د افغانستان علماو سرتاسري شورا د جنورۍ په اتلسمه په يوه خبرپاڼه کې د ځانمرګو بريدونو پرضد د پاکستانيو عالمانو فتواستايلې ده خو وايي دوی بايد افغانستان هم پکې ياد کړی وای. دې خبرپاڼه کې ويل شوي چې پر پاکستان د نړيوالو فشارونو له امله دا فتواورکړل شوې ده چې تر ډېره سياسي اړخ لري.

د پاکستان حکومت د جنورۍ په شپاړلسمه، اسلام اباد کې د هغه کتاب مخکتنه وکړه چې د اتلس سوو ديني عالمانو فتواپکې خپره شوې ده. په دې فتواکې راغلې چې پاکستان کې د رياست ضد کړنې او ځانمرګي بريدونه غیر اسلامي دي.

تېره مېاشت کابل کې د افغانستان ۷۰۰ عالمان راغونډ شوي وو او ويلي يې وو چې په اسلام کې د خلکو وژنه جواز نه لري او روانه ترهګري شرعي حېثيت نه لري. له کابله خپرې شوې د افغانستان ديني عالمانو سرتاسري شورا په خپله تازه خبرپاڼه کې ويلي چې اسلامي احکام په هره زمانه او د نړۍ په هر ګوټ کې یو شان د تطبیق وړ دي.

خبرپاڼه زياتوي: "زمونږ ګاونډي هېواد پاکستان علماوو ځان وژونکي حملې او دهشت ګردي صرف په پاکستان کې حرام بللې دي او د نړۍ یو نیم ملیارد مسلمانان او په ځانګړي ډول افغانستان یې له پامه غورځولی دی.''

دې شورا ويلي چې افغانانو د اسلام څخه په دفاع کې دومره ډېرې قربانۍ ورکړې چې ساری یې نه ليدل کېږي.

"د اسلام مبارک دین د احکامو مطابق ځانمرګي حملې او د بې ګناه مسلمانانو وژل په افغانستان، پاکستان او د نړۍ په هر ګوټ کې یو شان حرام دي. دا لومړی ځل نه دی چې د پاکستان علماء داسې سیاسي او استخباراتي فتواوي ورکوي بلکې هغوی په وار وار د ځينو استخباراتي کړیو په اشاره دغسې غږ اوچت کړی او هغه ته یې د شرعي فتوا نوم ورکړی دی. مونږ له دغه مفتیانو څخه پوښتنه کوو چې قرآن یواځې د پاکستانیانو لپاره نازل شوی دی او که د ټول بشریت د هدایت وثیقه ده؟"

د افغانستان د ديني عالمانو سرتاسري شورا په دې خبرپاڼه کې پر طالبانو هم غږ کړی چې له جګړې لاس واخلي. "موږ یو ځل بیا په طالبانو غږ کوو چې ځانونه دغه نړیدونکي برج ته له تکیه کولو خلاص کړي او د سولې مذاکراتو ته لبیک ووایي. ټولې هغه مشروع او معقولې غوښتنې چې لري یې د مذاکراتو په میز مطرح کړي. پردي نه خپلیږي نو باید د خپلو په څنګ کې ابرو مندانه ژوند اختیار کړي."

XS
SM
MD
LG