د لاسرسي ځای

تازه خبر

د مدرسو په نصاب کې اصلاحات او انتظامي واک يې رياست ته سپارل له ډېرې مودې راهيسې د حکومت او ديني عالمانو ترمنځ يوه لانجمنه خبره ده.

دا تور دی چې په مدرسو کې داسې زدکړي ورکول کېږي چې په نتيجه کې يې په پاکستان کې تندلاريتوب او ترهګرۍ وده مومي.

خو اوس چې د پاکستان ۱۸۰۰ ديني عالمانو په يوه فتوا کې ځانمرګي بريدونه حرام ګرځولي د مذهبي چارو ځينو پوهانو يو ځل دا خبره راپورته کړې چې تر څو د مدرسو په نظام کې اصلاحات و نه شي تر هغو فتواګانې د تندلاريتوب او ترهګرۍ په مخنيوي کې ډېر موثر رول نه شي لوبولی.

فتواګانې دومره اثر نه کوي لکه څومره چې د وفاق المدارس مشر مولانا حفيظ جالندهري دې خبرې ته اماده کول چې په نصاب کې بدلون وکړي.
فرنودعالم

په اسلام اباد کې د مذهبي چارو پوه فرنود عالم وايي چې د ديني مدرسو په نصاب کې زده کوونکيو ته د نورو مذهبونو په اړه يوازې مالومات نه بلکې نظر هم ورکول کېږي.

د نوموړي په خبره که يو زدهکوونکی لس کاله په مدرسه کې تېر کړي او چې زدهکړي ترسره کړي نو هغه تشدد ته پوره اماده وي نو د ده په وينا پکار ده په نصاب کې اصلاحات وشي.

فرنود عالم زياتوي، فتواګانې دومره اثر نه کوي لکه څومره چې د وفاق المدارس مشر مولانا حفيظ جالندهري دې خبرې ته اماده کول چې په نصاب کې بدلون وکړي.

مفتي ذاکرالله ذاکري د مدرسو نصاب د ترهګرۍ او تندلاريتوب د ودې ذمه واره نه ګڼي البته وايي چې د مدرسو ځينې استادان په خپلو ويناګانو او ناستو کې داسې نظر خپروي چې هغه د تاوترخوالي سبب ګرځي.

ځينې ديني عالمان خپلو زدکوونکيو ته د نړۍ د مختلفو سيمو داسې فلمونه ورښکاره کوي چې هغه په زدکونکيو کې جذبات راپاروي.
مفتي ذاکرالله

د نوموړي په خبره ځينې ديني استادان خپلو زدکوونکيو ته د نړۍ د مختلفو سيمو داسې فلمونه ورښکاره کوي چې په هغو سره د زدهکونکيو جذبات پارول کېږي.

مفتي ذاکري وايي چې د ځېنو علماوو شاته استخباراتي ادارې دي چې هغه عالمان دې ته هڅوي چې د اسلام داسې تشريح وکړي چې په نتيجه کې يې تشدد ته لاره هواره شي.

خو مذهبي ګوندونو او وفاق المدارس تل دا تورونه ردکړي چې ګواکې مدرسې د ترهګرۍ او تندلاريتوب په وده کې مرسته کوي.

د وفاق المدارس يو مشر غلام محمد افضل حېدري مشال راډیو ته وويل چې د مدرسو په نصاب کې داسې هېڅ مواد نه شته چې تشدد زېږوي.

د مدرسو په نصاب کې داسې هېڅ مواد نشته چې تشدد زېږوي. مولانا خېدري

البته دی هم دا مني چې ځینې استادان شته چې په خپل سر د ماشومانو په دې ډول روزنه کوي.

خو دی وايي چې يوازې مدرسه نه بلکې د يونيورسټۍ زدهکوونکيو هم حملې کړې دي.

د وفاق المدارس له مخې په پاکستان کې ۲۵زره رجسټر مدرسې دي خو ځينې څېړنې ښيې چې هم دومره مدرسې لاهم رجسټر شوې نه دي.

XS
SM
MD
LG