چارواکي وايي دا نوی شريک ځواک به په ګډه خوست ښار او نورو ګڼ مېشتو سیمو کې امنیت خوندي کړي او همدارنګه د وسلوالو غلاوو، سړي تښتونو او د نشه يي توکو د کاروبار مخه به ونیسي.
د دې ګارنېزيون په استازيتوب، الله محمد احمدزي مشال راډيو ته نن وويل چې په ښار کې د تورو شيشو موټرو په واسطه په مبيينه توګه جنايتونه کېږي چې دوی به يې دا ښيښې سپينوي. احمدزي له خلکو وغوښتل چې ښار ته دې د تورو شیشو لرونکو ګاډو، ناقانونه وسلې او پوځي یونفورم سره نه داخلیږي.
لومړی څارن مبارز چې په ګارنیزیون کې د پولیسو د منسوبینو استازیتوب کوي وايي، چې د خوست د پوځي ادارو ګډ ګارنیزیون به دایمي وي او پدې سره به د غلو، سړي تښتونکو او نورو قانون ماتونکو مخه ونیول شي.
د خوست ځينو ښاريانو مشال راډيو سره خبرو کې پر امنيتي چارواکو نیوکه کړې چې دوی د قانون ماتونکو پر خلاف توپیري چلند کوي او پېسو يا سفارش لرونکو ته سزا نه ورکول کېږي. مشال راډيو سره خبرو کې، د خوست دوه تنه ښاریانو ستوري سروري او دین ولي له امنیتي ادارو وغوښتل چې د دې مسلې حل دې راوباسي.
بلخوا امنيتي چارواکو ويلي چې د دوی هلې ځلې به د خلکو له مرستې بغير کاميابه نه شي. دوی له خلکو غوښتي چې د مشکوکو فعاليتونو دې يې خبر کړي.
په همدې حال کې د خوست چارواکي نن سهار د یادو ځواکونو لخوا یو موټر بم هم هدف تر رسیدو مخکې ونیول شو او په دې توګه د لوی زيان مخنيوی وشو. په صرف ډوله موټر کې د الوتکې پنځه سوه کیلويي لوی بم ځای پر ځای شوی وو.