د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوستوال: خلکو ته دې د والګي ضد واکسین ولګول شي


د خوست مدني فعالان او روڼ اندي د روغتیا په برخه کې له ملي او نړیوالو بنسټونو غوښتنه کوي، چې انسانانو ته دې، د مرغانو د والګي ناروغي د لېږد مخنیوي واکسین ولګول شي.

دوی غوښتنه وکړه، چې اړوندې ادارې دې مخکې له مخکې خوست ته د مرغانو والګي ضد واکسین ولیږدوي او هغو بیمارانو سره دې هم د لومړنیو مرستو په خاطر تدابیر ونیسي، چې د والګي بیماري په کې تشخیص شي.

د مرغانو د انفلوانزاء په باب له هغه وروسته خلکو سره انديښنې پیدا شوې، چې څو ورځې مخکې د خوست په وحشي الوتونکو په ځانګړي ډول کارغانو کې د یادې بیماری مثبتې پيښې تشخیص شوې او په تعقیب يې یو کس هم د والګي په بیماری اخته شو.

د سې شنبې په ورځ مدني فعال سلطان محمود خیرخوا مشال راډیو ته وویل، خلکو سره دا انديښنې پیدا شوي چې یاده ساري ناروغي ډېره نشي.

نوموړي د عامې روغتیا وزارت غوښتنه وکړه، چې پدې ولایت کې د مرغانو د والګي ناروغی په مخنیوي او واکسینو کې همکاري وکړي.

یو بل تن خوستی ځوان عبدالروف هم د روغتیا په برخه کې له ملي او نړیوالو بنسټونو غوښتنه وکړه، چې د خوست خلکو سره د یادې ناروغی د واکسینو او لومړینو تدابیرو په برخه کې مرسته وکړي.

د کرنې وزارت د صحت حیواني او مالدارۍ عمومي رييس ډاکټر جهانګیر میاخېل هم وايي، چې دا د ټول هېواد ستونزه ده او ممکن نورو سیمو ته انتقال شي او حتی انسانان هم تر ګواښ لاندې راوستی شي.

د خوست د کرنې رييس سمیع الله نصرت وايي، چې د دوی د ټیمونو د پرلپسې هڅو په پایله کې د وحشي مرغانو مړینه حداقل کچې ته راښکته شوې او په ځینو ولسوالیو کې حتی دا واقعات اوسمهال په نشت حساب دي.

بلخوا د خوست د عامې روغتیا مرستیال ډاکټر ګل محمدالدین محمدي وايي، چې په ياد ولایت کې د مرغانو په تعقیب په انسانانو کې هم یوه مثبته پېښه ثبت شوې ده:

''په خوست کې څو ورځې مخکې د مرغانو انفلوانزا یا والګی تثبیت شوی وو، چې بدبختانه په انسانانو کې يې هم یوه پېښه ثبت شوې ده، خو دا ډېرې د انديښنې وړ نه دي، ځکه دا ۲۰۰۹ کال راپدېخوا جهان شموله دي، د دې پيښې په پاکستان او ایران کې هم لیدل شوي او د افغانستان په نورو ولایتونو کې يې هم پيښې ثبت دي.''

ډاکټر ګل محمدالدین محمدي د خلکو انديښنو ته په کتو وايي، چې د خوست د عامې روغتیا ریاست د دا ډول پېښو لپاره تیاری لري، د عامې روغتیا وزارت اونړیوال روغتیايي سازمان WHO دوی سره د واکسینو او د انفوانزا د ویروس ضد درملو وعده کړې، چې انشاالله ژر به راورسیږي.

ډاکټر ګل محمدالدن محمدي د مرغانو د والګي په باب د عامه پوهاوي د ډېریدو غوښتنه کوي او وايي، چې یادې ناروغی څخه د ساتنې مهمه لاره وقایوي تدابیر دي.

نوموړی زیاتوي، پر یاده ناروغي ډېری هغه کسان اخته کیږي، چې عمرونه يې د ۶۰ کلونو ډېر وي، واړه ماشومان وي، یا هغه ناروغان چې دوامداره د ساه لنډۍ ناروغي ولري او یا يې د زړه او پښتورګو تکلیفونه وي.

ډاکټر محمدي وايي، هر څوک چې د سر خوږ ، شدیده تبه او ټوخی ولري او د سینې مشکل يې وي، ژر تر ژره دې په ولسوالیو کې کلینکونو او په مرکز کې تخصصي روغتون ته مراجعه وکړي.

د خوست د عامې روغتیا مرستیال وايي، د دوی ټیمونه تیار دي، چې د ناروغانو سېمپلې واخلي او معایناتو ته يې ولیږي.

XS
SM
MD
LG