د لاسرسي ځای

تازه خبر

لسګونه ننګرهاریانو کسبي سندونه واخېستل


د ننګرهار د کار او ټولنیزو چارو ریاست تر سیوري لاندې یو سل او اویا تنه ښځینه او نارينه ځوانانو ته له شپږ میاشتینیو حرفوي یا کسبي زده کړو وروسته د فراغت سندونه او د کار اوزار ورکړل شول.

له کسبي زده کړو فارغ شوي ښځینه او نارينه وايي چې ورکړل شوي اوزار به په کار اچوي او خپل کورنی اقتصاد به پياوړي کوي.

د ننګرهار د کار او ټولنیزو چارو ریاست او سل او اویا تنه ښځینه او نارینه د شپږ مياشتینو کسبي زده کړو ورسته فارغ کړل او د کار له اوزارو سره يې د کار مارکېټ ته وړاندې کړل.، په دې کسبونو کې خیاطۍ، ترکاڼي، موبایل جوړول، ولډينګکارۍ، بريښنايي لاین غځونه، سينګار او نل غځونه شامل وو.


د ننګرهار د کار، ټولنیزو چارو، شهيدانو او معلولينو ریاست مشر عبدالحکیم شېرزاد مشال راډيو سره په خبرو کې وویل چې په روزل شویو کسانو کې شپيته تنهښخينه او نارينه داسې هم شامل دي چې پخوا په نشه يي توکو روږدي وو.

“نن چې کوم یو سل او اویا تنه فارغيږي، دوی په اوه حرفو کې جذب شوي وو، د دې پروژې يوه ځانګړتیا دا وه چې شپېته نفره په کې داسې څوک وو، چې په تېر کې په نشه يي توکو معتاد وو او له معتادیت نه راګرځېدلې وو، چې څلوېښت په کې نارینه او شل په کې ښځينه وې. بیا په دغه برنامه کې وروزل شول چې نن به د کار له اوازارو سره د کار مارکېټ ته وړاندې کېږي. “



له کسبی زده کړو نه فارغ شوی خوانان خوشاله وو چې له زده کړې وروسته ورته د کار اوزار ورکول کوي. دوه تنو يې مشال راډيو سره په خبرو کې وویل:

”زما نوم لال خالد دی، په دې شپږ میاشتینو زده کړو کې د موبایل د هارډوېر په برخه کې موږ ته ډېر څه وښودل شول، هر رنګه پرزه کې چې په موبایل کې خرابه شي، هغه موږ جوړولی شوو. تر ننه پورې زه شاګر وم، او له دې نه وروسته به زه کوشش وکړم چې نور شاګردان وروزم، هغوی ته يو څه زده کړم چې یوه سالمه ټولنه رامنځته شي. “

د ننګرهار د کار او ټولنیزو چارو ریاست چارواکي وايي چې دوی په روان لمریز کال کې د ننګرهار ولایت په بېلابېلو ولسواليو کې څه باندې شپاړس سوه تنه په بېلابېلو کسبي زده کړو کې روزلي، تر زرو تنو پورې د زده کړې په مرحله کې دي او په پام کې لري چې په راتلونکي لمریز کال کې دوه زره او څلور سوه تنو ته کسب ورزده کړي او د کار مارکېټ ته يې وړاندې کړي.

XS
SM
MD
LG