د افغانستان د سولې عالي شورا مشر وايي، له وسلهوالو مخالفینو سره د سولې لپاره غیر رسمي اړیکې دوام لري چې اوسمهال د سولې لپاره یو هیله بخښونکي پړاو ته رسېدلي دي.
کریم خلیلي دا خبره نن سېشنبه په کابل کې د سولې اړوند د مدني ټولنو، ځوانانو او ښځو ملي مشورتي کنفرانس ته د وینا پر مهال وکړه. نوموړي زیاته کړه چې دا مهال په ملي او نړیواله کچه د سولې لپاره ښه شرایط رامنځته شوي دي.
"له وسلهوالو مخالفینو سره د سولې غیر رسمي تماسونه روان دي. د سولې عالي شورا له حکومت سره په همغږۍ سولې ته د زمینې برابرولو په برخه کې هڅې کوي. دا مهال په ملي او نړیواله کچه د سولې لپاره ښه شرایط رامنځته شوي او موږ پر یوه هيله بخښونکي پړاو ګام اېښی دی."
کريم خليلي ټينګار وکړ چې مدني ټولنې او افغان مېرمنې باید د سولې په راوستو کې پوره ونډه واخلي. د راپورونو له مخې د تيرې یکشنبې پر ورځ د ترکیې په استانبول ښار کې د حزب اسلامي په وساطت له وسلهوالو طالبانو سره د سولې درې ورځنۍ خبرې پیل او د دوشنبې په ورځ پای ته ورسېدې چې نتایج یې لا نه دې روښانه. که څه هم افغان حکومت او وسلهوالو طالبانو په دغو خبرو کې د خپلو استازو ګډون رد کړی، خو د سولې عالي شورا د دارالانشاء مشر محمد اکرم خپلواک چې په نننۍ غونډه کې یې خبرې کولې وویل چې د سولې لپاره د ټولو اقداماتو هرکلی کوي.