د لاسرسي ځای

تازه خبر

'پام مو وي چې د زینبې قاتل و نه وژنئ'


د پاکستان سپريم کورټ له اووه کلنې ماشومې زینبې سره د جنسي تېري او وژنې له خپلې مخې یادګېرنې (از خود نوټس)په کېس کې د پنجاب له ټولو پلټونکیو ډلو جواب غوښتی او پر يوويشتمه نېټه يې عدالت ته ورغوښتي دي.

نن سېشنبه په اسلام اباد کې د پاکستان سپريم کورټ چيف جسټس مياں ثاقب نثار په مشرۍ درې کسېزه جرګګۍ (بنچ) د زينب د وژنې از خود نوټس کېس لومړۍ او لنډه اورېدنه وکړه.

د اورېدنې پر وخت چيف جسټس د رابللې شوي پنجاب پوليسو نه تپوس وکړو چې د زينب وژنې په کېس کې څه پر مختګ شوی دی؟ نو په ځواب کې د پنجاب پوليس ايډېشنل ای جي ابوبکر وویل چې دمګړۍ د ککړ کس نيولو لپاره حتمي وخت نه شي ورکولی.

مياں ثاقب نثار وویل چې هغوی ته دې يقين ورکړل شي چې ملزم په پوليس مقابله کې و نه وژل شي بلکې ژوندی دې ونيول شي.

چيف جسټس په خپله وېنا کې ووېل چې د پوليس نيمګړي تفتيش له وجې مجرمان خوشې کړل شي او په هر کېس کې هم يو شان غلطې کېږي.

نوموړي ووېل چې که مسله حل نه شوه نو دا به د حکومت او پوليسو ناکامی وي.

جسټس ميا ثاقب نثار زياته کړه چې د پارلېمان او عدليه تر مينځه به اعتماد بحالول وي، په بيا بيا وايو چې پارلېمان د ټولو مهم دی پارليمان دې په دې لړ کې اصلاحات وکړي او که په دې اړه د پارلېمان غړي مېلاوېدل غواړي نو يو ځايې ناستې ته تيار يم.

سپريم کورټ د از خود نوټس کېس اورېدنه تر ۲۱ جنورۍ وځنډوله اود لاهور هائي کورټ يې د از خود نوټس اوريدنې نه ودرولو او ووېل چې د لاهور هاي کورټ سره د ازخود نوټس اختيار نه شته.

واضحه دې وي چې د لاهور هائي کورټ چيف جسټس منصور علي شاه د زينب وژنې از خود نوټس اخېستې وو،د کېس اورېدنه به په ۲۱ نېټه لاهور کې کېږي.

ياده دې وي چې د پنجاب قصور ضلع کې د جنورۍ په نهمه نېټه د يوې اووه کلنې ماشومې مړی په ډيران موندلې شوې وو کومه چې د اغوا کولو او جنسي تيرو پس وژل شوې وه.

په ياد کېس کې تر اوسه پورې تر ۱۰۰ پورې کسان نيول شوي دي او د هغوي ډي اين ای ټيسټونه کړل شوي دي خو اصل مجرم لا تر دې دمه نه دې نيول شوی.

XS
SM
MD
LG