د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د پاکستان – امریکا اړیکې باید پر خپلمنځي باور ولاړې وي'


پاکستان وایي چې له امریکا سره یې اړیکې باید د خپلمنځي باور او درناوي په چاپېریال کې پرمخ ولاړې شي. دا خبره د پاکستان بهرنیو چارو سېکرېټرې تهمینه جنجوعه د امریکا بهرنیو چارو مرستیالې وزیرې الیس وېلز سره د لیدو پرمهال کړې ده.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت لخوا جاري شوې خبرپاڼې ترمخه دا ملاقات د دوه اړخیز اړیکو او سیمه ایز کمک په لړ کې د معمول د مصروفیاتو برخه وه.

د بهرنیو چارو خبرپاڼه زیاتوي چې امریکایي پلاوي ته د ترهګرۍ په لړ کې د اوسنيو اوچت کړل شويو اقداماتو او امنیتي حالاتو کې د ښه والي په اړه بریفینګ ورکړل شو.

د افغانستان په اړه د بهرنیو چارو سېکټرې تهمینه جنجوعه وینا وه چې د سیمې حالات ښه کولو لپاره د پاکستان او افغانستان ترمنځ د پولې انتظام مضبوطول ځکه ضروري دي چې له دې سره د تګ راتګ مسله هواره ولی شي.

نوموړې ټینګار وکړو چې هم دې لړ کې افغانستان سره اړیکې ښه کولو لپاره هم زر تر زره د افغان مهاجرینو واپسي ضروري وه.

په دې موقع د امریکا د بهرنیو چارو مرستیالې وزیرې الیس وېلز وینا وه چې د یو ګاونډي ملک په توګه په افغانستان کې د امریکا کړنلارې کامیابولو لپاره د پاکستان کمک مهم وو.

نوموړې د ترهګرۍ مخنیوي لپاره د دواړو ملکونو ترمنځ د استخباراتي مالوماتو کمک په مضبوطولو هم ټینګار وکړو.

اغلې الیس ویلز نن په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر سره هم ملاقات کړې.

د افغانستان سفیر ډاکټر حضرت عمر زاخیوال د فېسبوک پاڼې ترمخه چې له پاکستان سره په اړیکو، د سولې هڅو او د کډوالو پشمول په دوه اړخیز اړیکو خبرې وشوې.

د امریکا بهرنیو چارو مرستیالې وزیرې الیس وېلز د اسلام اباد پر یوه ورځني سفر ده.

نن سهار د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ډاکټر محمد فیصل د ټویټر پېغام له لارې ویلي ول چې دا دوره له وړاندې ټاکل شوې وه.

ډاکټر فیصل په وینا چې د تېر کال د اګست میاشت راهیسي دا دالیس وېلز درېمه دوره ده چې مقصد یې د سیمې سولې او ثبات ګډ مقصدونه ترلاسه کولو لپاره شریک مېدان لټول دي.

دا دوره په داسي وخت کې کېږي چې د نوي کال په وړومبۍ ورځ د امریکې ولسمشر لخوا د سخت پېغام او بیا د امریکا لخوا د پوځي امداد په مد کې مرستې ودرولو ورستیو دواړو ملکونو ترمنځ اړیکې د کړکېچ ښکار شوي.

له دې وړاندې داسي راپورونه هم و چې د امریکې ځېني پلاوو تېره اونۍ د پاکستان سفرونه کړې دي.

اسلام اباد ویلې و چې دواړو ملکونه یو بل سره اړیکې روانې دي او دا خبرې اترې په مختلفو معاملو او په مختلفو سطحو دي.

د تېرې جمعې په ورځ د پاکستان پوځ مشر ته د امریکا مرکزي کمانډ مشر هم ټېليفون کړې و او په وسني صورتحال یې خبرې کړې وې.

XS
SM
MD
LG