د لاسرسي ځای

تازه خبر

بل ګېټس د پاکستان صحت څانګې ته مالي مرستې اعلان کړې


بل ګېټس او د هغه مېرمن مېلنډا ګېټس
بل ګېټس او د هغه مېرمن مېلنډا ګېټس

د مايکرو سافټ کمپنۍ مشر بل ګېټس له پوليو پس د صحت په نورو څانګوکې هم پاکستان ته د اضافي مالي مرستو ور کولو اعلان کړی دی.

د صحت وزارت تر مخه د نېشنل هيلت سروسز مملکت وزېرې سایره افضل تارړ مایکرو سافټ کمپنۍ او ملېنډا ګېټس فاونډيشن مشر ته دا تجوېزونه وړاندې کړي ول چې د پوليو وايرس مخنيوي پروګرام په شان دې په پاکستان کې د مور او ماشوم روغتیا په ګډون د صحت له نورو څانګو سره دې هم مرستې وکړي.

د روغتیا قامي ادارې ساجد علي شاه په دې اړه مشال راډيو ته وویل چې په دا ورستيو کې د سايره افضل تارړ او د بل ګېټس تر مينځه لیدنه کې دا تجويزونه وړاندې کړل شوي ول چې ځواب بل ګېټس په استولي لیک کې هوکړه ښودلې وه. نوموړی وايي له دې ګام سره د ګوزڼ ناروغیو پرضد د کامیابۍ غوندې ښې نتېجې حاصلې شي.

د راپورونو تر مخه د ياد فاونډيشن لخوا پاکستان ته د پوليو مرض مخنيوي او صحت په شعبه کې مرستېو لپاره ۷۲اربه روپۍ ورکړل شوي دي په کوم کې چې په راتلونکي کې د نورې اضافې امکان دی

د پاکستان د پوليو مخ نيوي ادارې کوارډينېټر ډاکټر رانا صفدر په دې اړه وايي چې پاکستان په تيرو درې څلورو کالو کې د پوليو په وايرس قابو موندلی په کوم چې د بل ګېټس او ملېنډا ګېټس فاونډېشنلخوا په بيا بيا ستاينه راغلې ده.

د نوموړي په وینا چې د پاکستان د زياتو کوششونو په وجه دا مرض کمېدل او بيا د ملېنډا ګېتس په موږ باور پېدا کېدل لويه کاميابي ده.

(اصل کې د پوليو مرض مخنيوي کې چې موږ کوم پر مختګ کړی دی دا دهغې له وجې اوس موږ ته د هغې ګتې مېلاوېږي او چې کله څوک دومره په لوېې کچ چرته لګښت کوي نو هاغا شان نتېجه هم غواړي،نو اوس به دې کې زموږ لپاره نور مهم او ګټه وره خبره دا وي چې د صحت په څانګه کې به موږ له هم هاغه شان کامياب ګامونه پورته کول وي چې څنګه موږ د پوليو مخ نيوي لپاره وکړل.)

د صحت د وزارت تر مخه د وزارت تکنکي چارواکي او د ملېنډا ګېتس فاونډيشن چارواکي به د راتلونکې مارچ مياشت کې مېلاوېږي چې د هغې ورستيو به د مالي او تکنيکي مرستو لپاره باقاعده تګلارې ټاکل کېږي.

واضحه دې وي چې بل ګيټس او ملينډا ګېټس فاونډيشن پاکستان کې د تېرې اوږدې مودې راهسې د پوليو مرض مخ نيوي ، مخصوصه د ويکسينېشن کمپاينو،او حفاظتي ټيکو په اړه اګاهي ورکولو لپاره تکنيکي او مالي مرستې ورکوي.

XS
SM
MD
LG