د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستاني سیاستوال او پوهنتون استاد مړی موندل شوی


اسلام اباد - د یکشنبې پر ورځ، په کراچۍ کې د متحده قامي موومنټ لندن ډلې د یوه مشر او د پوهنتون پخواني استاد ډاکتر حسن ظفر عارف مړی موندل شوی.

د جناح روغتون ویاندې ډاکترې سیمي جمالي مشال راډیو ته وویل، پولیسو د نوموړي مړی د یکشنبې پر ورځ وروړی چې دوی یې پوسټ مارټم کوي.

دې وویل، هغه شاوخوا ۷۳ کلن وو او د مرګ وجه یې نه ده معلومه. متحده قامي موومنټ لندن په یو بیان کې ویلي چې پوهاند عارف د خالي پر ورځ بې درکه شوی وو.

پوهاند عارف په کراچۍ پوهنتون کې د فلسفې استاد او سیاسي فعال وو چې څو ځلې امنیتي ادارو او پولیسو نیولی هم وو.

پروفیسر عارف وخت به وخت د بېلا بېلو ګوندونو سره تړلی پاتې شوی چې پکې د متحده قامي مومنټ ترڅنګ د پاکستان پیپلز پارټي او مسلم لیګ ن هم شامل دي.

د سیاسي او تعلیمي هلو ځلو ترڅنګ نوموړي ادبي امتیاز هم درلودلو او زیات وخت یې د پرمختللي ( ترقي پسند ) ادب په لیکلو او ژباړو کې هم تېر کړی وو.

د خپلو سیاسي فعالیتونو په وجه دی څو ځلې زندان ته هم رسېدلی وو.

پاکستاني رسنیو د اکتر حسن ظفر عارف مړینه لویه ضایع بللې ده. ګڼو سیاسي او ادبي شخصیتونو هم د هغه پر مړینه افسوس ښکاره کړی دی.

XS
SM
MD
LG