د لاسرسي ځای

تازه خبر

ايا امريکا په افغانستان کې ناکامه شوې؟


پراګ - سږ کال د جنورۍ پر لومړۍ نېټه ولسمشر ډونلډ ټرمپ پر خپله ټويټر پاڼه و ليکل چې امريکا له تېرو ۱۵ کلونو راهيسې پاکستان ته ۳۳ اربه ډالر ورکړي خو اسلام اباد په ځواب کې ورته درواغ ويلي او دوکه يې ورکړې ده.

تر دې وروسته امريکا تر هغو پورې پاکستان ته د امنيتي مرستو ورکولو ودرول چې اسلام اباد پر خپله خاوره د حقاني شبکې او افغان طالبانو پرضد پرېکنده ګامونه وانخلي.

خو پاکستان د وسله والو د پټنځايونو تور رد کړ او دريځ يې خپل کړ چې امريکا دې په افغانستان کې د خپلې ناکامی ملامتيا پر هغه هېواد نه اچوي.

د هغه هېواد بهرنيو چارو وزارت، د پوځ وياند، بهرنيو او دفاعي چارو وزيرانو، ځېنې مطبوعاتو او پوهانو ادعا وکړه چې امريکا په افغانستان کې بريا نه ده ترلاسه کړې نو ځکه پاکستان ملامتوي.

امريکا په افغانستان کې القاعده په بشپړه توګه له منځه وړې ده او د دې لپاره يې ان د پاکستان تر داخله عمليات وکړل او خپله هدف يې ترلاسه کړ.
مشتاق رحيم

خو د افغانستان ځېنې پوهان بيا برعکس نظر لري.

په کابل کې د سياسي او امنيتي چارو پوه مشتاق رحيم وايي، امريکا او ملګرو يې هغه هدفونه ترلاسه کړي د څه لپاره چې يې په ۲۰۰۱ز کال کې په افغانستان کې د طالبانو حکومت نسکور کړ.

نوموړی زياتوي چې لومړی خو دا تعريفول پکار دي چې د امريکا ماتې څه ته وايي؟ بيا بايد دې ته وکتل شي چې د امريکا افغانستان ته د کومو هدفونو لپاره ورغلې وه؟

د القاعدې ماتولو هدف

مشتاق رحيم وايي، امريکا په ۲۰۰۱ز کال کې د القاعدې په لټه کې افغانستان ته ورغلې وه ځکه چې اساسي جګړه يې هم د دې تنظيم ضد وه.

د نوموړي په خبره، که له دې پلوه وکتل شي نو امريکا په افغانستان کې القاعده په بشپړه توګه له منځه وړې ده او د دې لپاره يې ان د پاکستان تر داخله پورې عمليات وکړل او خپله هدف يې ترلاسه کړ.

د بیارغونې هدف

د امريکا له راتګ سره افغانستان يوځل بيا د نړيوالې ټولنې برخه شو. اسماعيل يون

شاوخوا ۴۰ کلنې جګړې د افغانستان ټولې رياستي ستنې او ادارې له منځه وړې وې. د سياسي چارو پوه خوشال خليل وايي، افغانستان ته د امريکا له ورتګ سره په هېواد کې د اداري او ټولنيز جوړښت کارونه بيا پیل شول.

البته نوموړی وايي، د جګړې اوږدوالی ښيي چې امريکا د جګړې ختمولو هدف کې کاميابه شوې نه ده.

خوشال خليل وايي، پاکستان خپلو ګټو ته په پام سره، امريکا په افغانستان کې بريالۍ نه بولي خو که وکتل شي امريکا ځکه نه ده ناکامه شوې چې افغانستان د پخوا پرتله اوس پياوړی پوځ لري، لويې لويې پروژې عملي کېږي او د جګړې له دوام سره سره ولسي او د مدني ټولنو فعاليتونه هم روان دي.

پاکستان خپلو ګټو ته په پام سره، امريکا په افغانستان کې ناکامه بولي خو امريکا ځکه نه ده ناکامه شوې چې افغانستان د پخوا په پرتله اوس پياوړی پوځ لري او لويې لويې پروژې عملي کېږي. خوشال خليل

کله چې طالبانو په ۱۹۹۶ز کال کې په افغانستان کې حکومت جوړ کړ نو د پاکستان، سعودي عرب او متحده عرب اماراتو پرته بل هېڅ يوه هېواد دوی په رسميت و نه پېژندل او له وخت تېرېدو سره افغانستان ورو ورو په نړۍ کې ګوښه شو.

د افغانستان جهاني اړیکو پرځایکولو هدف

هم دې ته په اشارې، د سياسي چارو پوه اسماعيل يون وايي، د امريکا له ورتګ سره افغانستان يوځل بيا د نړيوالې ټولنې برخه شو.​

اسماعيل يون وايي، د دې ترڅنګ په افغانستان کې بيارغونه او تعليم تربيه پیل شول او داسې پرمختګونه وشول چې په ۱۰۰۰ کاله کې هم نه شو کېدلای.

د ده په وينا، امريکا په افغانستان کې د انصاف عملي کولو په هدف کې بريالۍ نشوه او نړۍ ته یې د يوه پياوړي ډېموکراټيک هېواد په توګه ور و نه پېژنده خو د افغانستان له نړۍ سره اړيکي بيا غښتلي شول.

XS
SM
MD
LG