د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پنجاب پولیسو د زینب قضیې نوې ویډیو خپره کړې


د جنورۍ پر ۱۲مه په کراچۍ کې خلکو د زینب په یاد شمعې بلې کړې
د جنورۍ پر ۱۲مه په کراچۍ کې خلکو د زینب په یاد شمعې بلې کړې

د پنجاب پولیسو یوه نوې ویډیو خپره کړې او له خلکو یې غوښتي چې د هغه کس د نیولو په اړه ورسره معلومات شریک کړي چې کېدای شي پر ماشومې د جنسي تېري او د هغې په وژنه کې ککړ وي.

پولیسو د څارګرو کیمرو دا ویډیو د شنبې یا خالي پر ورځ خپره کړې. د جنورۍ پر اتمه د اووه کلنې زینب انصاري مړی وموندل شو. نوموړې تښتول شوې وه او بیا یې چې مړی وموندل شو نو پته ولګېده چې د جنسي تېري ښکار شوې.

د پولیسو ویډیو ښيي چې یو کس چې وړه، توره ږیره لري، نسواري جاکټ یا کورتۍ یې اغوستې او د ژمي خولۍ یې په سر ده. دا کس د زینب په کوڅه کې ګرځي. زینب له قصور ښاره تښتول شوې وه.

د پېښې ورستو پنجاب صوبې پشمول د ملک په بيلا بيلو ښارونو کې احتجاجي مظاهرې وکړې شوې او له حکومت نه په داسې پېښو کې ککړو کسانو ته د سختو سزاګانو ورکولو غوښتنه شوې وه،

که څه هم ېو طرف پوليس د زېنب انصاري قاتلان نيولو لپاره کوښښونه کوي نو بلخوا د ملک د مختلفو ګوندونو غړي د نوموړې کور ته د غمرازۍ لپاره روان دي،

د پيپلز ګوندیو مخکښ سېنېټر اعتزاز احسن نه علاوه چودري منظور او د ټولنیزې او سیاسي فعالې مېرمن رېحام خان پشمول ېو شمير نور کسان د خالي په ورځ د زېنب انصاري کور ته تللي وو، د نوموړې له پلار سره يې غمرازي وکړه او په پنجاب حکومت يې ټکونه هم وکړل.

خو د بشري حقونو لپاره کارکونکي غېر سرکاري ادارې هيومن رايټس کمېشن اف پاکستان ېو چارواکی شېر محمد خان وايي، سياسي کسانو له پکار دي چې په دې پيښه دې له سياست کولو نه ډډه وکړي او د حکومت هم ذمه واري جوړيږي چې ژر تر ژره دې ککړ کسان ګرفتاره کړي او د قانون مطابق دې ورته سزا ورکړي.

په پاکستان کې د ماشومانو د حقونو لپاره کارکونکې یوه غیر سرکاري اداره ساحل په خپل کلني راپور کې وایي، په ۲۰۱۷ م ميلادي کال کې په پاکستان کې له ماشومانو سره څلور زره یو سل او نهه دېرش د جنسي زیاتي پېښې رپوټ شوي دي نو حکومت له پکار دي چې د دا قسمه پېښو مخنيوي لپاره سخته پالیسي جوړه کړي.

XS
SM
MD
LG