د لاسرسي ځای

تازه خبر

انتخاباتي کمیشن ۲۸۴ سیاسي ګوندونه له خپل فهرسته لیري کړي


د ياد فهرست څخه په لیرې کړل شوو ګوندونو کې د جمعيت العلماء اسلام (سمیع الحق) ، متحده قبايل ګوند ، سني تحريک او جنرل مشرف حمايت تحريک په ګډون يوشمير ګوندونه شامل دي. یادو سیاسي ګوندونو ددې پریکړې په اړه لا څه نه دي ويلي .

د پاکستان د انتخاباتو کمیشن د جمعې په ورځ د يو نوټیفيکېشن له لارې ويلي چې د هیواد ۲۸۴ سیاسي ګوندونه يي له خپل فهرسته لیري کړي دي.

ادارې ویلي دي دا ګام يې ځکه پورته کړی چې د دې سياسي ګوندونو د خپلو ۲۰۰۰ غړيو نومونه، د ګوتو نښې، شناختي کاروډونه او فيسونه نه دي جمع کړي. دغه شان دوي د کمیشن سره د نوم راجسټر کولو لپاره د ګوند په سر د دوه لکهه روپو فیس هم نه دې ادا کړی.

په نوټيفيکېشن کې راغلي چې د ايين د ۲۰۲ مې مادې له مخې هر يو سیاسی ګوند ته پکار دي چې د انتخاباتي کميشن په فهرست کې د پاتېکېدو او په انتخاباتو کې د برخې اخېستو لپاره ياد شرايط پوره کړي.

د ياد فهرست څخه په لیرې کړل شوو ګوندونو کې د جمعيت العلماء اسلام (سمیع الحق) ، متحده قبايل ګوند ، سني تحريک او جنرل مشرف حمايت تحريک په ګډون يوشمير ګوندونه شامل دي.

یادو سیاسي ګوندونو ددې پریکړې په اړه لا څه نه دي ويلي خو د نوټيفيکشن له مخه دغه ګوندونه له فهرست نه د نوم ويستلو د پريکړې پر ضد د پاکستان په سپریم کورټ کې په يوه مياشت کې دننه اپيل کولی شي.

XS
SM
MD
LG