د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان او امريکا پوځي مشرانو پر دوه اړخیزو چارو خبرې کړې دي


د پاکستاني پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوا

د پاکستاني پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوه د امريکا سېنټرل کمانډ کمانډر جنرال جوزف ایل ووټل سره پر ټلیفون غږېدلی او پر دوه اړخیزو چارو یې ورسره خبرې کړي دي.

د امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ له خوا د پاکستان په اړه تر ورکړي بیان وروسته دا لومړی ځل دی چې د دواړو هیوادونو لوړپوړي پوځي مشران یو له بل سره خبرې اترې کوي.

ولسمشر ډونلډ ټرمپ د جنورۍ پر لومړۍ نېټه پر ټویټر پاڼه ولیکل چې امریکا په احمقانه توګه پاکستان ته ۳۳ اربه ډالر مرستې ورکړې دي او پاکستان په بدل کې یوازې دروغ ورته ویلي او دهوکه یې ورکړې ده.

د پاکستان حکومت او پوځ دواړو د امریکايي ولسمشر دا دریځ رد کړی وو او ویلي یې وو چې امریکا د ترهګرۍ په وړاندې مبارزه کې د پاکستان قربانۍ له پامه غورځوي.

د پاکستاني پوځ د عامه اړیکو څانګې په خبرپاڼه کې لیکلي چې جنرال قمر جاوید باجوا له امریکايي جنرال جوزف ایل ووټل سره په خبرو کې ویلي چې پاکستان د خپلو قامي ګټو لپاره د امريکا له مالي مرستو به غېر هم د وسله والو پرضد خپلې هڅې جاري ساتي.

خبرپاڼه زیاتوي چې جنرال جوزف اېل ووټل د ترهګرۍ پرضد جنګ کې د پاکستان قربانۍ ستايلې دي او ویلي یې دي چې امريکا په پاکستان کې د هېڅ ډول یو اړخیزې کارروايۍ اراده نه لري.

خو جنرال جوزف ایل ووټل دا هم ویلي چې پاکستان به د هغو افغان وګړو پرضد کارروايي کوي چې د دوي په خيال په افغانستان کې د بریدونو لپاره د پاکستان خاوره کاروي.

جنرال قمر جاوید باجوا ویلي چې دوی د امریکا په اندېښنو خبر دي او له هم دې کبله یېردالفساد عملیات پیل کړي دي.

د جنرال باجوا په وینا ، پاکستان به هېڅ کله د مالي مرستو د بحالۍ لپاره امريکا ته خواست ونکړي او پر دې سربېره به د ترهګرۍ پرضد جګړې ته دوام ورکوي.

د سیاسي چارو او نړیوالو اړیکو کارپوهان وايي ، امریکا او پاکستان په دې پوه دي چې دوی د ترهګرۍ پرضد جګړه کې یو بل ته څومره اړتیا لري.

خبريال او شنونکی رحيم الله ېوسفزی وايي ، جنرال جوزف ایل ووټل سره نه یوازې د سیمې به حالاتو پوه دی بلکې دلته د پاکستان په ارزښت هم خبر دی.

رحيم الله ېوسفزیوايي د ده په فکر د امريکا سياسي مشرانو پرتله پوځي مشران له پاکستان سره د مرستو خواهش لري او هغوی د پاکستان په اړه سخته لهجه هم نه کاروي.

خو د پاکستان پخوانی سفیر اياز وزير وايي امریکا او پاکستان باید د یو بل پرضد له بیانونو ډډه وکړي او د مسلو د هواري لپاره د خبرو اترو لاره خپله کړي.

XS
SM
MD
LG