د لاسرسي ځای

تازه خبر

عبدالقدوس بزنجو د بلوچستان نوی وزیراعلا وټاکل شو


د بلوچستان وزیراعلا عبدالقدوس بزنجو

د پاکستان مسلم ليګ ق اميدوار عبدالقدوس بزنجو د بلوچستان نوی وزيراعلا منتخب شوی دی.

د پاکستان مسلم ليګ ق اميدوار عبد القدوس بزنجو د بلوچستان نوی وزيراعلا منتخب شوی دی.

د شنبې په ورځ د بلوچستان په اسمبلۍ کې د نوي وزیراعلا ټاکلو په موخه د اسبملۍ له ۶۵ غړو څخه ۵۴ غړو په دې ټاکنه کې رایې اچولې دي.

په اچول شوو رایو کې ۴۱ عبدالقدوس بزنجو او ۱۳ رایې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند نوماند سید لیاقت اغا ترلاسه کړې دي. عبدالقدوس بزنجو به نن د جنورۍ پر ۱۳مه سوګند پورته کړي.

عبدالقدوس بزنجود بلوچستان صوبې د بلوڅ مېشتې اواراندی. هغه د ۲۰۱۳م کال په ټولټاکنو کې ۵۴۴ رایې ترلاسه کړې وې او د صوبايي اسمبلۍ غړی منتخب شوی وو.

په بلوچستان کې له ۲۰۱۳م کاله راهسې دا دریم ځل دی چې د صوبې وزیراعلا بدلېږي.

تر ټولټاکنو وروسته د پاکستان مسلم لیګ نواز ، پښتونخوا ملي عوامي ګوند او نشنل ګوند ترمنځ د اوږدو خبرو اترو په نتیجه کې د ډاکټر عبدالمالک بلوڅ په مشرۍ کې حکومت جوړ شوی وو.

د پنجاب په مري کې د شوو دې خبرو اترو له مخې ټاکل شوې وه چې د پنځه کلنې واکمنۍ نیمه برخه به د نشنل ګوند ډاکټر مالک بلوڅ وزیراعلا وي او په پاتې موده کې به یاده چوکۍ د پاکستان مسلم لیګ نواز ډلې مخکښ نواب ثناالله زهري ته سپاري.

د ډاکټر مالک بلوڅ او ثنا الله زهري ترمنځ د واک انتقال له ژمنې یا هوکړې سره سم وشو خو نواب ثنالله زهري د خپل ګوند او اپوزېشن ډلو د بې باورۍ تحریک راوړلو له کبله خپله موده پوره نکړای شوه.

په بلوچستان کې سیاسي کړکېچ له هغه وروسته پیل شو چې په حکومت د شریک پاکستان مسلم لیګ نواز د یو شمېر غړو په ګډون د اپوزېشن ګوندونو د جنورۍ پر دویمه نېټه په اسمبلۍ کې پر وزیراعلا نواب ثناالله زهري د بې باورۍ تحریک وړاندې کړ.

نواب ثناالله زهري د بې باورۍ پر تحریک د رایو تر لوېدو وړاندې له پاکستاني وزیراعظم شاهد خاقان عباسي سره تر سلا مشوره وروسته له خپلې دندې استعفی وکړه.

د مشال ویډیوګانې، انځورونه

انځورونه، ویډیوګانې

د روسۍ فوټبال ډلې مېنوال
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:21 0:00
تفصیل...
XS
SM
MD
LG